صدر مملکت ډاکټر عارف علوي كوچنيانو ته د اعليٰ تعليمي مقاصد ترلاسه كولو او د قائد اصول پخپلولو زور رواړو
Hip Hop Panda official entertainment website
APP29-251223
ISLAMABAD: December 25 - President Dr Arif Alvi addressing an event titled, ' Quaid aur Bachay' in connection with celebration of the 147th birth Anniversary of Quaid-i-Azam Muhammad Ali Jinnah, at Aiwan-e-Sadr. APP/ABB
اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په كوچنيانو زور رواړو چې ھغوي دې په تعليم كښې اعلٰې معيار ترلاسه كولو او د قائداعظم د اتحاد، ايمان او نظم و ضبط اصول خپلول?? سره هېواد لپاره خپل كردار ولوبوي ۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې د “قائد او كوچنيان ” په سرخط دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع لومړۍ مېرمن ثمينه علوي، وزيران ٬ پارلماني غړي او خا?? كسانو پشمول د سكول ماشومان هم موجود وو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل د باني پاكستان په ځالانده اقدارو عمل كول?? سره به هېواد ترقي وكړي۔ ده ووېيل د تحريك پاكستان په مهال كوچنيان هم په دې كښې شامل وو چا چې خپل قائد سره مينه لره او د جلا هېواد په هلو ځلو كښې ثابت قدمۍ سره ولاړ وو۔ په دې موقع صدر مملکت ډاکټر عارف علوي او ثمينه علوي ماشومان?? سره په ګډه د قائداعظم د سالګرې كېك هم پرې كړو۔ په روايتي لباس كښې كوچنيانو د څلورو واړو صوبو او د كشمير د بشپړه كلتور عكاسي كول?? سره په لوك سندرو ګډا هم وكړه۔ د خا?? ماشامونو يوې ډلې د’دل دل پاکستان‘ په سندره ټېبلو وړاندې كړه او حاضرينو د دوي ستائنه وكړه٬ په دې موقع خا?? ماشومانو سهولت لپاره دستوره د اشارو په ژبه كښې وړاندې كوله۔