اسلام آباد 13مئي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د ډالره پرواز او ګرانۍ كښې زياتوالے د عمران خان د آئي اېم اېف سره لوظنامه او بيا د هغې د خلاف ورزۍ اثرات دي، عمران خان چې كومه لوظنامه كړې هغې څخه كه بهر شو نو ډالر به لاندې راشي، د څلورو كلونو غلا ، نالائقي، نااهلي، کارټلز او مافياز حکمرانۍ په وجه ګراني زياته شوي، عمران خان د تاريخ تر ټولو زيات قرض اخستے، عمران خان د چين ٬ سعودي عرب پشمول ټولو هېوادونو سره د پاکستان په اړيكو كښې مسئلې راپيدا كړي، په پټرول سبسډي د پاکستان معاشي صورتحال زيات مالي دباؤ سره مخ كړے ،د زرمبادلې پانګو دا صورتحال خطرناك دے، عمران خان له به د هېواد او قام په ضد د خپلو جرمونو ځواب وركول وي، ان شاءالله مونږ به د دې عذاب څخه بهر شو او سټاک ايکسچينج به بيا پورته لاړ شي۔ د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ډالر پرواز او ګرانۍ كښې زياتوالے د عمران خان د آئي اېم اېف سره لوظنامه او بيا د هغې د خلاف ورزۍ اثرات دي، عمران خان چې كومه لوظنامه كړې د هغې څخه راوتللو سره به ډالر لاندې راشي، سټاك ايکسچينج به پورته لاړ شي، عمران خان معيشت ته لوي زيان رسولے ٬ د دې بيرته بحالول آسان کار نه دے خو انشاءالله مونږ به په دې قابو اومومو۔ده ووئيل په پټرول سبسډي وركولو سره د پاکستان معاشي صورتحال زيات مالي دباؤ سره مخ شوے،نړيواله منډۍ كښې د پټرول د اخستو بيعه او په پاکستان كښې د خرڅولو بيعه ترمينځه فرق سره حکومت په اربونو روپۍ زيان كوي،ده ووئېل د روانې مياشتې په مهال د 120 اربه روپو د زيان اندازه لګولې شوې كومه چې د سويلين حکومت د خرڅ څخه يو په درې زيات دے ،دومره لويه خساره کوم هم حکومت نه شي زغملې، هم په دغې وجه په ټول مارکيټونو كښې اړے ګړے راپيدا شور او ګراني زياته شوې۔ده ووئيل كه حکومت سره روپۍ نه وي او بيا هم سبسډي وركوي نو نور قرض به اخلي،په دې وجه شرح سود زياتولو سره په روپۍ دباؤ زيات شوے ، عمران خان د تاريخ تر ټولو زيات قرض اخستے ، ده ووئېل 71 كلونو كښې پاکستان چې څومره مجموعي قرض اخستے ، عمران خان په درې نيمو كلونو كښې د هغې 80 فيصده قرض اخستے ، عمران خان په درې نيمو كلونو كښې 20 زره اربه روپۍ قرض اخستے ،د دې قرض په وجه د پاکستان په حکومت سخت معاشي دباؤ دے۔ده ووئيل عمران خان 10.4 اربه ډالره زرمبادلې پانګې پرېښودې، د زرمبادلې دا پانګې يواځې د 45 ورځو د امپورټس برابر دي، د زرمبادلې پانګو دا صورتحال خطرناك دے، غيرملکي زرمبادلې پانګو صورتحال د پاکستان معاشي دباؤ زيات كړے۔ ده ووئيل عمران خان دې ځواب وركړي چې 115 څخه ډالر 179 ته ولي رسيدلے ؟ ٬ كله چې مونږ راغلو نو ډالر په 179 ؤ ، د شهباز شريف راتللو نه پس ډالر لاندې راغلے۔ د خزانې وزير ووئيل سټاك ايکسچينج په شهباز شريف اعتماد لرلو، ځكه 1700 پوائنټس اضافه شوې وه، د نوازشريف په دور كښې د پرمختګ شرح 6.1 فيصد او ګراني تر ټولو كم 3.4 فيصد وه۔۔
د ډالره پرواز او ګرانۍ كښې زياتوالے د عمران خان د آئي اېم اېف سره لوظنامه او بيا د هغې د خلاف ورزۍ اثرات دي ۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل بيان
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن