اسلام آباد۔25جنوری(اے پی پی) د قامي خبر رسنې ادارې اېسوسی اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پي پي) تر سېوري لاندې د راروان الېكشن په اړه قامي مي??يا لپاره د ضابطه اخلاق په چارو يو ورځنے تربيتي سېشن وكړے شو۔ د تربیتی سېشن مشري سينئر خبريال متین حېدر كوله په كوم كښې چې د اے پي پي خبريالانو ، کېمرہ مېن، نیوز ايډيټرز او نورو ګډون كولو۔ متين حېدر د ټول ټاكنو كورېج په مهال خبريالانو لپاره د وړاندېزونو او ضابطه اخلاق په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل يو خبريال له به تل جامع نوټ اخستل وي يا به په ټاكن?? كښې د برخه اخستونكې كانديد وېنا په اولسي غونډ?? كښې ريكارډ كول وي دغسې چې په بيان كښې كوم ابهام پاتې نه شي۔ ده ووئيل نامه نګارانو له به اولس سره د كانديدانو د ملاقاتونو په اړه رامخې ته شوې سائيډ سټوريز ته هم پام ګرځول وي۔ سينئر خبريال متين حېدر ووئيل سټار رپورټر جوړېدو له به خبريال له متنازعه نه بلكې تنقيدي پوښتنې هم كول وي۔ ده ووئيل كه كوم خبريال پوښتنه كولې نه شي نو هغه بايد په فيلډ كښې نه بلكې په نيوز ډېسك پاتې شي۔ خبريال دې د اي سي پي، د ګوند لارښودو او سياستوالو په پرېس كنفرنس كښې ګډون كوي۔ يو خبريال له به اي سي پي څخه دا پوښتنه كول وي چې آيا كوم سياستوال د كومو تحفظاتو په اړه دوئي سره رابطه كړې ده۔ ده ووئېل د ټاكنو څخه وړاندې او وروستو الېکشن کمېشن کمشنر، ډی جیز سره خبره وكړۍ٬ په دې د ځان پوهولو هڅه وكړې چې الېکشن کمېشن ټولټاكنو لپاره څه شيئر كوي دغسې چې د خبريال لخوا شيئر كېدونكو معلومات?? كښې دا وضاحت وكړے شي۔ ده ووئيل د مي??يا كردار د واچ ډاګ په ډول وي او خبريال ته بايد دا هم معلومه وي چې د الېكشن كمېشن د قواعدو له مخې په ټاكن?? كښې د كانديدانو د خرڅونو يو حد وي۔ ده ووئيل مي??يا دې مهمو كانديدانو سره مركې وكړي او هغوي څخه دې مهمې پوښتنې وكړي٬ دوئي بايد تجزياتي مركې وكړي٬ بهرنو مبصرينو سره د هغوي د خيالاتو معلومولو له تماس اونيسي۔ ده ووئېل تل داسې عكسونه واخلې كوم كښې چې د يوې سرګرمۍ مثبته عكاسي شوي وي۔ ده ووئيل كه كوم رپورټر په سوشل مي??يا د ګردش كونكې كوم خبر سره رامخي ته كېږي نو بايد د دې په صحي?? ډول تصديق وكړي٬ د ټاكنو په ورځ دې هر څيز په مثبت توګه رامخې ته كړے شي او د اولس رائے دې ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل كله هم داسې شرټ مه اچوې په كوم چې د كوم سياسي ګوند لوګو وي۔ ده ووئيل د خبرو د لارې كله هم كركه مه خپروۍ ولې چې زمونږ كار همغږۍ ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د رپورټنګ په وخت دې د اقليتونو احترام وكړے شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې متین حېدر په جی ټی وی نېټ ورک كښې سینئر تجزیه کار او اېنکر پرسن دے۔ دې اعلی مي??يا هاؤسز سره د كار كولو نزدې 30 كلنه تجربه لري۔ دې د پاكستان په بېلو پوهنتونون?? كښې د تدريس 15 كلنه تجربه هم لري۔ د يو خبريال په حېث ده كال 1990 څخه په پاكستان كښې د يو شمېر ټولټاكنو كورېج كړے دے
د ايسوسي ايټيډ پريس آف پاكستان تر سېوري لاندې د راروان الېكشن په اړه يو ورځنے تربيتي سيشن وشو
Live dealer official entertainment link
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا