اسلام آباد۔23جون (اے پی پی) د سني اتحاد كونسل غړي علي محمد خان وئیلي، چې مونږ خپلې خاورې سره د وفادار پاتې كېدو لوظ كوؤ٬ داسې وخت به راشي چې پاکستان به سپر پا??ر جوړ شي او د نړۍ پرېکړې به دلته كيږي ٬ د جمهوريت مقدمه دا ده چې خپل نظريات په ??ايې ساتلو سره پا??ستان مقدم وساتؤ٬ د طاقت او واک ترلاسه كول بايد پا??ستان لپاره وي۔ د اتوار په ورځ په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره علي محمد خان ووئیل زمونږ وفاداري خپلو 25 كروړه اولس سره ده ٬ په دې ايوان كښی دې خبره د كنځلو په ??ايې دليل سره وكړې شي٬ مونږ له به دا ايوان داسې جوړول وي چې ځوان كول دې څخه زده كړه وكړي۔ ده ووئيل پا??ستان لپاره تر ټولو زياتې قربانۍ اردو ژبه ويوونكو وركړې دي ٬ مونږ له به هغوي سينې ته نزدې كول وي۔ مونږ لوظ كوؤ چې دې خاورې س??ه به وفادار پاتې كيږو۔ ده ووئيل د قائداعظم پاکستان به سپر پا??ر شي، داسې وخت به راشي چې پاکستان به د نړۍ پرېكړې كوي۔ ده ووئيل قائداعظم په خپلو ارشاداتو كښې د وړاندې تللو لاره ښودلې وه۔ قائداعظم په كال 1948 كښې سټېټ بېنك ته خطاب كښې وئيلې وو چې د اسلامي بنكنګ نظام رائج كړۍ ٬ نړۍ ته سود څخه پا?? معيشت وركړۍ۔ مونږ نړۍ ته د پروردګار او د هغه د نبي (علېه السلام) په نامه اولنے رياست وركړو۔ مونږ له سود څخه پا?? معيشت وركول وو۔ ده ووئيل پروردګار سود ختموي او صدقات زياتوي ٬ پروردګار د سود د ترك كولو خبره كړې ده۔ ده ووئيل سود پروردګار او د هغه رسول (ص) سره د جنګ مترادف دے٬ چې نظام د سود وي خوشحالي به له كومې راشي۔ قائداعظم د پاکستان د پا??يسۍ د تشكيل كولو مسوؤل سول انتظاميه ګرځولې وه۔ ده ووئيل مونږ له به د ختيځ پاکستان له غمېزې څخه عبرت اخستل وي۔ د پاکستان خلکو ته باید ووئیل شي چې د بې نظیر بوټو د قتل د پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ شي۔ ده ووئيل د جمهوريت مقدمه دا ده چې د طاقت په ??ايې د پا??ستان اولس لپاره مخ په وړاندې بوتلې شي۔ ده ووئيل خپل سياسي تړون په ??ايې ساتلو سره دې اسلام او پا??ستان لپاره خبره وكړې شي۔
له سود نه پاك اقتصاد د ټولو ستونزو حل دے ٬ خپلې خاورې سره د وفادار پاتې كيدو لوظ كوؤ ٬ علي محمد خان
गेमकॉक ईमानदार सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی