اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چ??ن د لوړې كچې 12 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات كړے۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيران سيد محسن نقوي، احسن اقبال، محمد اورنګزيب، احد خان چيمه، خاص مرستيال طارق فاطمي، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل سره سره د چ??ن سفير جيانګ زائيډونګ او اړوندو چارواكو ګډون كړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د چ??ن پلاوې د وزيراعظم د چ??ن دورې نه پس د چ??ن لخوا پاکستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې او همكارۍ لپاره د پاكستان په دوره راغلے٬ د چ??ن په دولس كسيز پلاوي كښې لس كسان د بېلا بېلو وزارتونو نمائندګان دي۔ وزيراعظم د چ??ن صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي چيانګ خاص مننه كولو سره د چ??ن د پلاوي هركلے وكړو۔ د چ??ن د پوهانو د لوړې كچې پلاوي به پاکستان كښې د چ??ن د سرمايه کارۍ٬ د سي پېك د دوېم پړاٶ پحقله همكارۍ ٬ مرستې او د پاکستان برآمدات ته وده وركولو لپاره خپله رائے وړاندې كوي۔ د چ??ن پلاوې به په پاكستان كښې د بېلا بېلو وزارتونو، د څانګو پوهانو سره ملاقاتونه كوي او د بېلا بېلو ځايونو به دوره كوي ۔ د چ??ن پلاوې به انفارميشن ټيکنالوجي، زراعت، صنعت، سرمايه کاري، توان، معدنيات او کان کنۍ، سپيشل اکنامک زونز او د مواصلات په څانګه كښې د مرستې ودې له وړاندېزونه وركوي۔ وزيراعظم پخپلو ابتدائي خبرو كښې پلاوې د پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه کاري استعداد په اړه خبر كړو۔ د چ??ن پلاوې مشر ووئيل شريكې تكنيكي مرستې سره به پاك چين ستراتېژك اړيكې لا قوي شي٬ دغسې په مثالي مېلمستياﺀ د پاكستان م??نه كوٶ۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د وانګ فوکانګ په مشرۍ كښې د چين د لوړې كچې پلاوي وليدل
वर्जीनिया इलेक्ट्रॉनिक ट्रस्ट सट्टेबाजी वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر