اسلام آباد06 اګست(اے پی پی)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام(بي آئي اېس پي)چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد خالد د نهې په ورځ په بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې د بيورو آف اميګريشن اينډ اوورسيز ايمپلائمنټ ډي جي محمد طيب سره ملاقات وكړو ۔د ملاقات په مهال د بي آئي اېس پي مستحقينو يا د هغوي كورنيو كسانو ته د معياري هنرمندۍ تربيې د لارې بهر هېوادونو كښې د روزګار موقعې وركولو لپاره شريكې مرستې ته پ??م وكړے شو۔سېنېټر روبينه خالد د بي آئي اېس پي مستحقينو كورنيو د ژوند معيار ښه كولو په اړه خبرو اترو كښې ووئېل مونږ له د هنر او تكنيكي تربيې داسې كورسز په ګوته كول پكار دي كومو څخه چې زمونږ مستحقين بهر هېوادونو كښې تر روزګار رسنه ترلاسه كړي۔ محمد طيب په دې اقدام كښې د بي آئي اېس پي ملاتړ لپاره د بيورو د عزم څرګندونې س??ه ??وئېل د يو ريګوليټري ادارې په توګه بيورو آف اميګرېشن اينډ اوورسيز ايمپلائمنټ د بي آئي اېس پي ډلې سره د هوم كيئر وركرز٬مېلمستيا٬ريپشنسټ٬نرسز او نورو كورسز په ګوته كولو له مرسته كوي۔مونږ به پ??كستان كښې په نړيواله كچه تسليم شوو تربيتي ادارو د لارې تربيتي عمل آسانوو او دا خبره به باوري كوو چې دا كسان هغه هېوادونو ته ولېږلې شي چرته چې د هغوي د مهارتونو زياته طلب شته ۔سېنېټر روبينه خالد د بي آئي اېس پي چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي بيورو آف اميګرېشن اينډ اوورسيز ايمپلائمنټ او د نېشن?? ووكېشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن چارواكو سره نورې خبرو ٬ډيټا شيئرنګ او مفاهمت يادښتونو ته حتمي شكل وركولو لپاره د غونډې اهتمام وكړي۔دا اشتراك د بي آئي اېس پي څخه مستفيد شوو لپاره د روزګار تل پاتې موقعې وركولو لپاره يو مهم ګام دے كوم څخه چې هغوي د ځان او د خپلې كورنۍ لپاره ښه سباون جوړ كړي۔
د بي آئي اېس پي چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد د بيورو آف اميګريشن اينډ اوورسيز ايمپلائمنټ ډي جي محمد طيب سره ملاقات
जेम इलेक्ट्रॉनिक्स विश्वसनीय मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب