اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن وئيلي دي د حامله مېرمنو او رنځورانو حج له په تللو د بندېز پرېكړه د سعودي حكومت ده ٬ په دې معامله كښې مونږ په هغوي زور راوړلے نه شوو٬ په مكه او مدينه منوره ??ښې پاكستان هاؤسز جوړولو ل?? سعودي حكومت سره خبره شوې ده٬ هيله ده چې په دې به كار ډېر زر پېل شي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د حج خرڅونو په اړه د نګهت شكيل د پوښتنې په ځواب كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د تېر كال په مقابل كښې د روان كال په مهال يو ل?? روپۍ كمې اغستې شوي ۔ او?? هم حساب لګولې شي كه ممكن وي ??اج??انو ته به نورې پېسې هم بېرته وركولې شي۔ ده ووئيل د روان كال په مهال 600 معاونین د اېن ټي اېس د لارې غوره ??ړې شوې وو۔ دا ځل حج ټكټ د تېر كال په مقابل كښې 100 ډالره ??م ؤ۔ د طاهره اورنګزېب د ضمني پوښتنې په ځواب كښې چوهدري سالك حسېن ووئيل د حامله مېرمنو حج له په تللو د بندېز پرېكړه د سعودي حكومت ده۔ مونږ په دې معامله كښې په هغوي زور راوړلې نه شوو۔ تېر كال د حج په موقع ځينې كسان مړه شوي وو ولې چې په كېنسر او نورو رنځونو اخته كسان حج له تللې وو۔ د شګفته جمالي د ضمني پوښتنې په ځواب كښې چوهدري سالک ووئيل د 50 فیصد معاونینو په ټاكنه سعودي عربستان سره ??ه ځايي كچه د انتظام په كولو غور كوو۔ په مكه او مدينه منوره ??ښې د پاكستان هاؤسز جوړولو ل??اره د سعودي عربستان د حج وزير سره خبره شوې ده ٬ هيله ده چې په دې به ډېر زر كار پېل شي
د حامله ميرمنو او رنځورانو حج له په تللو د بنديز پريكړه د سعودي حكومت ده: چوهدري سالك حسين
उड़ान नियंत्रण इलेक्ट्रॉनिक्स ईमानदार मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی