لاړکانه ۔27دسمبر (اے پي پي ) د پي پي پي چیئرمین بلاول بھټو زرداري د شهیدې محترمه بینظیر بھټو د شهادت ورځ په موقع خپل پیغام كښې شهیدې محترمه بینظیر بھټو ته په 17م تلين د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ ده ووئېل د شهیدې بي ??ي ځانګړو قربانیو، غیر متزلزل قیاد?? او پاکستان لپاره د هغې پائیدار میراث ته پېرزوئنې وړاندې كوم ، د شهیدې محترمه بینظیر بھټو ژوند د جراَت، استقامت او د لاکھونو پاکستانیوں لپاره د امید علامت ؤ ۔ بلاول بھټو زرداري ووئېل د شهیدې محترمه بینظیر بھټو هلې ځلې او ژوند د قائد عوام شهید ذوالفقار علي بھټو د وژن سره زيات تعلق لرلو ،شهیده محترمه بینظیر بھټو يوازې يو سیاسي شخصیت نه ؤ، بل??ې د مظلومو ، محکومو او پسماندہ طبقات لپاره د امید يو څيره وه،مساوا?? او خوشحال پاکستان لپاره د خپل پلار د وژن سره بي ??ي شهیدې غیر متزلزل تعلق لرلو او دا مونږ ټولو لپاره يو تحریک دے ۔بلاول بھټو زرداري ووئېل د شهید بھټو غوندې ، شهیدې محترمه بینظیر بھټو هم په اولسي طاقت یقین لرلو ، د شهیدې محترمه بینظیر بھټو هم د قائدِ عوام په څير مزدوران ، کسانان او پسماندہ طبقې د قامي ترقۍ بنیاد ګڼړلو ۔ ۔بلاول بھټو زرداري ووئېل شهیده بینظیر بھټو د اسلامی نړۍ وړومبۍ ټاكلې وزیراعظمه وه ، په نړيوالو چارو هم د هغې لیګیسي د لارې مشال دے ، ده ووئېل د فلسطین او کشمیر مسئلې پشمول په ټولو تصفیه طلب نړيوالو چارو به هم د بي ??ي شهیدې د ویژن څخه لارښونه اخلو ، د بي ??ي شهیدې مدبر قیادت د نړيوالو چیلنجونو مخ نيوي له او د مظلومو قامونو د حقونو لپاره غږ پورته كولو كښې د يو رهنما اصول تر مخه كار كوي۔
د شهیدې بینظیر بھټو ژوند د جراَت، استقامت او د لاکھونو پاکستانیانو لپاره د امید علامت ؤ ، بلاول بھټو زرداري
माहजोंग रोड ईमानदार मनोरंजन वेबसाइट
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین