اسلام آباد۔9اپرېل(اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئيلي دي د سپريم كورټ لخوا د ډپټي سپيكر وركړې شوې رولنګ غېر قانوني ګرځول د پاكستان په تاريخ كښې يوه ځلېدونكې ورځ ده كومې چې نظريه ضرورت ټول عمري لپاره دفن كړې ده٬ د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې دې په ايوان كښې د قائد ايوان په ضد د عدم اعتماد په قرارداد فوري ووټنګ وكړې شي۔ د خالي په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته شهباز شريف ووئيل د اپرېل 7 مه نېټه د پاكستان د تاريخ يوه ځلنده ورځ وه په كومه چې سپريم كورټ د ډپټي سپيكر د اپرېل 3 مې نېټې رولنګ غېر آئيني وګرځولو او نظريه ضرورت يۍ ټول عمري لپاره دفن كړه۔ دې لپاره پارليمان او قوم د پاك پروردګار ډېره مننه كوي٬ ده ووئيل د سپريم كورټ په امر پارليمان يو نوې تاريخ رقم كوي ٬ سپيكر دې په صحيح معنو كښې خپل آئيني كردار ترسره كولو سره په تاريخ كښې خپله نامه درج كړي ٬ د چا ډكټېشن بايد نه اخلي۔ ده ووئيل كه د غېر ملكي سازش خبره وكړې شي نو د كال 2014 اوږدې دھرنې د لاسه د چين صدر پاكستان ته رانغلو نو آيا دغه هم سازش وو؟۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف د 5 اربه ډالره پېشكش مسترد كولو سره عزت او وقار سره اتومي چاؤدنې وكړې۔ شهباز شريف ووئيل كه تاسو په دې ايوان كښی غېر ملكي سازش سره تحريك عدم اعتماد تړۍ نو مونږ به هم بيا خپله خله پرانېزو۔ ده ووئيل سپريم كورټ په خپله پرېكړه كښې ښكاره ليكلي دي چې د اپرېل په 9 مه نېټه دې لس نيمې بجې غونډه وكړې شي او د ايجنډې كارروائي دې ترسره كړې شي ٬ له دې كبله بايد د ايجنډې نه سوا بله كومه كارروائي ونكړې شي بلكې د عدم اعتماد په قرارداد دې ووټنګ وكړې شي۔
د سپريم كورټ د پرېكړې په رڼا كښې دې د عدم اعتماد په قرارداد فوري ووټنګ وكړې شي٬ شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون