اسلام آباد۔16اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د جمعيت علماﺀ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د خالي په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف وزيراعظم هاؤس ته په راتللو مولانا فضل الرحمن ته تودې هركلې ووې۔ مولانا فضل الرحمن شهباز شریف ته د وزارت عظمی منصب په سنبالولو مباركي وركولو سره ووئيل ستاسو په مشرۍ كښې ټول شموله پوهې او هڅو هېواد او قوم د ستونزو نه ويستلې دې۔ وزيراعظم شهباز شريف مولانا فضل الرحمن ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ مولانا فضل الرحمن د وزيراعظم شهباز شريف د اولسي خذمت او د مسئلو حل كولو جذبې ستائنه كولو سره ووئيل تاسو راتللو سره اولس ته ښودلې دي چې ستاسو خادم كار څنګه كوي۔ ده وزيراعظم ته د هېواد او قوم ښېګړې لپاره د خپل اړخه د بشپړې مرستې او ملګرتيا باور وركړو۔ دواړو لارښودو په مهمو سياسي چارو او د كابينې تشكيل كولو سره په اړوندو چارو مشاورت هم وكړو۔
وزيراعظم شهباز شريف سره د مولانا فضل الرحمن ملاقات٬ په مهمو سياسي چارو او د كابينې په تشكيل كولو مشاورت
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب