اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د نړيوال ماحولياتي چېلنج مخنيوي لپاره د پاكستان د بشپړه كردار لوبولو د عزم پخلې كولو سره ووئيل چې بايد هر هېواد د مساوات او برابرۍ اصولو سره د بېلو ذمه وارو په تناظر كښې د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره خپل كردار ولوبوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پرنس آف وېلز شهزاده چارلس سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې٬ دواړو مشرانو په ګلاسګو برتانيه كښې د ملګرو ملتونو د ماحولياتي بدلون كنفرنس (كوپ-26) پحقله د خيالاتو څرګندونه وكړه كوم چې به د 31 اكتوبر نه تر 12م نومبر كېږي۔ وزيراعظم عمران خان د کوپ 26 د صدر په حېث د برتانيه د قائدانه كردار ستائنه كولو سره د دې اميد څرګندونه وكړه چې د دې كنفرنس د لارې به سياسي عزم د عمل ور٬ عملي او موثره ماحولياتي اقداماتو كښې په بدلولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم عمران خان د نړيوال ماحولياتي چېلنج مخنيوي لپاره د پاكستان د بشپړه كردار لوبولو د عزم پخلې وكړو۔ وزيراعظم پرنس آف وېلز ته د پېرس لوظنامې له مخې د قامي وضعه كړې شوې نظرثاني شوې شراکت دارۍ پحقله د پاكستان د اوسنيو اقداماتو نه خبر كړو د كوم له مخې چې تر كال 2030 د ګرېن هاٶس ګېسز په اخراج كښې په مجموعي توګه د 50 فيصده كمي هدف ټاكلې شوې دې۔ ده د لس اربه ټري سونامي اقدام٬ ري چارج پاكستان اقدام، الېکټرك وهيکلز، د تجديد وړ متبادل توان پاليسو پشمول د پاكستان د ماحولياتي بدلون پحقله د اېجنډې د ځانګړې اقداماتو نه خبر كړو۔ په سيمه ايز تناظر كښې وزيراعظم عمران خان په مستحکم او سوله ايز افغانستان كښې د پاكستان د دلچسپۍ ذكر وكړه۔ وزيراعظم د عام وګړو د ستونزو په خاص توګه په ژمي او د معاشي تباهۍ څخه بچ كېدو لپاره په افغانستان كښې د انساني مرستې كولو په ضرورت زور رواړو۔ پرنس آف وېلز د برتانيې حكومت لخوا افغانستان څخه د وګړو او نورو په انخلاء كښې د پاكستان په مرسته او سهولت مننه وكړه
بايد هر هېواد د مساوات او برابرۍ اصولو سره د بېلو ذمه وارو په تناظر كښې د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره خپل كردار ولوبوي۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن