اسلام آباد ۔ 27 جون (اے پی پی) خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاكستان د منطقې بدلېدونكې جغرافيائي او تذويراتي وضعه كښې د خپلې قامي ګټې ودې او ساتنې له فعاله خارجه پالېسي خپله كړې ده۔ ده د ګل په ورځ مديرانو او اېنكرپرسنز ته د خارجه پالېسۍ ټولو اړخونو او ګاونډيانو او نورو هېوادونو سره د اړيكو په اړه د رامخې كېدونكو چېلنجونو تر مخه د پاكستان د خارجه پالېسۍ په حقله تفصيلي بريفېنګ وركولو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشيد ٬خارجه چارو لپاره د وزيراعظم مرستيال طارق فاطمي او خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري هم ده سره ملګرے ؤ۔ سرتاج عزيز افغانستان ٬ هند ٬ امريكا ٬ چين ٬ سعودې عربستان ٬ ايران او خليج تعاون كونسل سره د پاكستان په اړيكو تفصيلي رڼا واچوله او د مهمې قامي ګټې تر مخه ئې د خارجه اړيكو ودې له د حكومت د كاميابې پالېسۍ ذكر وكړو۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن عمل تعطل سره مخ دے او د دې بيا پېل كېدوله به وخت لګي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د 15 كلونو جنګ سره باوجود هم امن رانغلو۔ ده ووئيل طالبان كه په كابل د قبضې كولو صلاحيت نه لري خو د جنګ روان ساتلو صلاحيت لري۔ كه هغوي كاميابۍ ترلاسه كړه نو بيا به خبرو ته نه كېني او كه ناكامه شول نو بيا به خبرو ته كينې ۔ ده په ډاګه كړه چې طالبان خبرو ته كېنول د پاكستان د وس كار نه دے ولې پاكستان افغانستان كښې د اوږدې مودې امن په ځائې كولو له د خبرو اترو عمل لپاره مرستې كولو ته چمتو دے۔ سرتاج عزيز ووئيل خبرې به بيا كله پیل كيږي هېڅ نشو وئيلې ولې پاكستان به دې مقصد له خپلې هڅې روانې ساتي۔ افغانستان سره د طورخم په پوله د ډزو د پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د خپل حد دننه د ور لګولو حق لري۔ او چا ته هم د يكم جون 2016 څخه د دستاوېزات نه غېر پاكستان ته د راتللو اجازه نشو وركولې
پاكستان د منطقې بدلېدونكې جغرافيائي او تذويراتي وضعه كښې د خپلې قامي ګټې ودې او ساتنې له فعاله خارجه پالېسي اختيار كړې
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ