اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې ټولو وګړو ته د روغتیا او زده کړې اسانۍ برابرول د غربت کمولو او پرمختګ یو کلیدي عنصر دے۔ صدر دا خبره د احساس انډرګرېجوېټ سكالرشپ حوالې سره خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ صدر په دې لړ كښې د وزيراعظم د خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د يو ټويټ حواله هم وركړې كوم كښې چې احساس انډرګرېجوېټ سكالرشپ لپاره درخواست وړاندې كوؤنكو ته د اكتوبر تر 30 مې نېټې د خواستونو جمع كولو وئيلي شوي دي۔ صدر مملكت ووئيل چې ټولو زده كوؤنكي دې ددې پېغام وړاندې خپرولو كښې خپل كردار ترسره كړي دغسې چې مستحق زده كوؤنكي په وخت درخواست وړاندے كړے شي۔ هغه ووئيل تېر كال 50 زره نه زياتې وظيفې وركړې شوې۔ صدر ووئيل ټولو وګړو ته د روغتیا او زده کړې اسانۍ برابرول د غربت کمولو او پرمختګ یو کلیدي عنصر دے۔ صدر ووئيل پاكستان د روغتيا او زده كړو نان ايليټ نظام پلو روان دے۔
ټولو وګړو ته د روغتیا او زده کړې اسانۍ برابرول د غربت کمولو او پرمختګ یو کلیدي عنصر دے۔ ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ