اسلام آباد ۔01 مارچ (اے پی پی) د تركيه اولنۍ مېرمنې په درناوي كښې د بی آئی اېس پی تر سېوري لاندې د مېرمنو خپلواك?? جوړولو په اړه وزيراعظم آفس كښې دستوره وشوه د كومې كوربتوب چې اولنۍ مېرمنې بېګم كلثوم نواز وكړو۔ دا دستوره د اي سي او سمټ د دستورو برخه وه۔ اولنۍ مېرمنې بېګم كلثوم نواز او د بي آئي اېس پي مشرې او د قامي اسمبلۍ غړې ماروي مېمن د تركيه اولنۍ مېرمنې هركلې وكړو۔ د تركيه د خارجه وزير كورودانې مسز حولیا کوسوګلو، د اکانومی وزیر كورودانې مسز آئسین زیبکی، د پرمختګ وزير كورودانې مسز زلېخا الوان، د ټرانسپورټېشن وزیر كورودانې مسز حبیبی ارسلان، د تركيه د پوځ سرلښكر كورودانې سولو آکار او د ترکیه د سفير كورودانې مسز اصلی ګرګین او د بي آئي اېس پي مستحقو مېرمنو د مېلمستيا دستوره كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال د تركيه اولنۍ مېرمنې اېمن اردګان ووئيل اسلام مېرمنو ته اعلی مقام وركړے ولې چې دوئي د نسلونو پالنه ا?? تربيه كولو سره د قامونو سباؤن روښانه كوي۔ د بی آئی اېس پی په ډول پروګرامونه د مېرمنو خپلواك?? جوړولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ او داسې پروګرامونو ته بايد پراختيا وركړې شي۔ دې د دواړو هېوادون?? ترمينځھ په غوره اړيكو هم خبره وكړه۔ دې ووئيل دواړو هېوادونو د بې وسۍ په ضد جنګ كښې د يو بل مرسته كوي۔ بېلم كلثوم نواز خپل خطاب كښې ووئيل مېرمنې زمونږ د ټولنې بنياد دے له دې كبله د مېرمنو خېر ښېګړه د مسلم ليګ نون په ترجيحاتو كښې شامل ده۔ وزیراعظم نواز شریف په خپل حك??مت كښې د بې وسه مېرمنو د ژوند معيار ښه كولو له مهم ګامونه پورته كړي دي۔ د وفاقي بجټ لويه برخه د بي آئي اېس پي مېرمنو لپاره بېله كړې شوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د بي آئي اېس پي مشرې ماروي مېمن ووئيل بي آئی اېس پی د سوئيلي آسيا تر ټولو لوئے سوشل سېفټي نېټ دے۔ بی آئی اېس پی مېرمنې خپلواك?? جوړولو له د 55,000 بی آئی اېس پی بینېفشری کمیټیو په شكل كښې يو پلېټ فارم جوړوي۔ BBCs مېرمنو ته د خانداني منصوبه بندۍ ٬ د پيو وركولو ٬ د كوچني??نو غذائيت ٬ د حفاظتي ټيكو او د نورو مسئلو په اړه شعور او خبرتيا وركوي۔
د تركيه اولنۍ مېرمنې په درناوي كښې وزيراعظم آفس كښې د دستوره وشوه
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج