اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د ا طلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمې وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف چې څنګه پاكستان خوشحال٬ سوله ايز او په اقتصادي توګه پرمختللې او مستحكم ك??ي٬ دا د قائد د پاكستان ترجماني ده٬ د پاكستان په جوړولو او د هېو??د په پرمختګ كښې د مسيحي ټولنې ځانګړې كردار دے٬ د وزيراعظم محمد نواز شريف په هر دور كښې پاكستان پرمختګ كړے او د خوشحالې په پلو تللې۔ هغې دا خبرې د اتوار په ورځ د نشېنل پرېس كلب اسلام آب??د په خوا كښې د قائداعظم محمد علي جناح او وزيراعظم محمد نواز شريف د شريكې سالګرې كېك پرې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ د اطلاعاتو دوهمې وزير د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح په سالګره ټول قوم ته مباركي وركړه او وې وئيل چې وفاقي حكومت د دسمبر د 19مې نېټې نه تر 25مه نېټه يوه اونۍ د قائداعظم د ولادت ورځ لمانځلو لپاره بېلا بېل پروګرامونه پېل كړي دي۔ په پاكستان سپورټس كملېكس اسلام آباد كښې په لياقت جمنازيم كښې وروستې دستوره هم د دې برخه ده۔ دوهمې وزيرې مسيحي ټولنې ته د كرسمس مباركي هم وركړه او وې وئيل چې د پاكستان په جوړولو او د هېو??د په پرمختګ كښې د مسيحي ټولنې ځانګړې كردار دے۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې نن د وزيراعظم محمد نواز شريف د زېږېدنې ورځ ه?? ده او زه هغه ته هم مباركي وركوم۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف چې څنګه پاكستان خوشحال٬ سوله ايز او په اقتصادي توګه پرمختللې او مستحكم ك??ي٬ دا د قائد د پاكستان ترجماني ده۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف په هر دور كښې پاكستان پرمختګ كړے او د خوشحالې په پلو تللې۔ هغې ووئيل چې د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د وژن له مخې د هېواد امن٬ خوشحالې او پرمختګ لپاره كار كوي۔ دعا ده چې نواز شريف په دې عزم كښې بريالې ش??۔ دوهمې وزير ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان دې هم د قائداعظم د سالګرې په دستوره كښې ښه برخه واخلي۔ دوي مونږ ته د سوشل م??ډيا د لارې عكسونه رالېږلې ش??۔ هغې ووئيل چې د سكولونو زده كوونكو په دې دستورو كښې بشپړه برخه اخيستې۔ په دې پروګرامونو كښې كم او زيات 25 زره ماشومانو ګډون كړې او په تصويري نندارتونونو او نورو پروګرامونو كښې ئې برخه اخيستې۔
د ا طلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثې دوهمې وزير مريم اورنګزېب د قائداعظم محمد علي جناح او د وزيراعظم محمد نواز شريف د شريكې سالګرې كېك پرې كولو نه پس خبريالانو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ریل رش