ملګري ملتونه ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان هند سره د كشمير پشمول ټ??لې د حل وړ مسئلې د خبرو د لارې حل كول غواړي ??لې هندي حكومت د دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو ټ??لې دروازې بندې كړي دي۔ دا خبره د وزيراعظم خاص استازي سناتور شاهد حسېن د ملګرو ملتونو مركزي دفتر كښې خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځھ روان كړكېچن صورتحال ختمولو له خبرې اترې كول يواځنۍ لاره ده۔ مونږ له به يو بل سره خبرې پېل كول وي۔ سناتور مشاهد حسېن دا مهال نړۍ ته د كشمير مسئله وړاندې كولو پاكستاني مشن ترمخه د امريكا دوره كوي كومه كښې چې ډاكټر شذره منصب هم ده سره ده۔ په دې مهال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډ??کټ?? مل??حه لودھی د خبريالانو په درناوي كښې يوه دستوره راجوړه كړه۔ دستورې ته خپله وېنا كښې ډ??کټ?? مل??حه لودھی ووئيل پاكستان په سيمه ايزه او نړيواله كچه هند سره خبرو كولو ته تيار دے۔ پاكستان غواړي چې هند په كشميريانو زور او زياتې بند كړي او پاكستان سره په ټولو مسئلو جدي خبرې اترې پېل كړي۔ پاكستاني پلاوي د عمومي اسمبلۍ صدر پیټر تھامپسن او دوهم سېكتر جیفری فېلټ مېن سره ملاقاتونه وكړل۔ دوئي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو په شواهدو مشتمل ډوزیئر د عمومي اسمبلۍ صدر ته وسپارلو۔ سناتور مشاهد حسېن ووئيل هند د كشميريانو د خپلواكۍ خپل حق لپاره هڅې د پاكستان پ??لې څخه پورې غاړه د لاس وهنې په شكل كښې وړاندې كوي۔ د كشميري اولس تحريك د د دوئي د لارښود برهان واني د هندي ځوا??ون?? دلاسه د شهادت نتيجه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان هيله لري چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل به فېكټ فائينډنګ مشن مقبوضه كشمير ته ولېږي۔ فوځي مبصر مشن به دوباره فعال كړي او د مشرقي تېمور او سوئيلي سوډان په ډول د مقبوضه كشمير په اړه د سلامتي كونسل قراردادونه به هم په سمدستي توګه عملي كړي۔
د مقبوضه كشمير خرابېدونكې وضعه د منطقې امن او سلامتيا له سخت خطر دے۔ سناتور مشاهد حسېن سيد
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی