سیا??کو?? 22 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي چې مونږ د پ??کستان د پ??مختګ او سوكالۍ تحریك چلوو ، د مخالفینو تحریك د فساد، بدامنۍ او پرمختګ په ضد دے۔ ده د ګل په ورځ د سیا??کو??۔لاهور موټروے پروژې د بنياد تيګه اېښودلو دستورې په مهال اولسې غونډې ته وينا كوله۔ ده ووئيل چې د موټروے پروژه د سیا??کو?? اولس لپاره ډالۍ ده ، زمونږ کنټېنر د پ??مختګ او سوكالۍ کنټېنر دے، مونږ د هيواد سړكونه جوړوو ، د پ??كستان اولس پرمختګ او سوكالي غواړي ، اولس د پ??مختګ په خاطر فساد رد ك??ے ، راروانو دوه كلونو كښې د پ??مختګ په اړه تاريخ جوړوو، پوځ ، پولیس او امنيتي ادارو ته سلام كوو ، ترهه ګري به تل ختمولې شي۔ ده ووئيل چې د پ??کستان څخه به تيارې ختمولې شي، سوكالي او رڼاګانې به راوستلې شي، د چین په مرسته د راهدارۍ پروژه به زر تر زره بشپړولې شي، مونږ د ريلوے او پی آئی اے خراب حالت ښه ك??ے ، د پی آئی اے پریمیئر سروس به د سیا??کو?? څخه هم پيل كولې شي ، د سیا??کو?? څخه تر د درې ساعتونو مزل به په 50 دقيقو كښې كولې شي ، موټروے به د سیا??کو?? څخه تر کھاریا هم رسولې شي۔ ده ووئيل چې د سیا??کو?? پھ تاريخ كښی نن ورځ يوه ښھ ورځ ده دلته د موټروې د بنياد تيګه اېښودلې كېږي٬ دې سره به سیا??کو?? ټول هيواد سره وتړلې شي ، د سیا??کو?? څڅه تر پسرور سړك به هم جوړولې شي۔ ده ووئيل د اولس جذبه كتلو سره به د کنټېنر خبره كونكي پھ قلاره كېني۔ ده ووئيل ځينې خلك د پ??كستان پرمختګ او سوكالي نه غواړي ، 2013ء كښی د هيواد هر ځائ احتجاج وو ، اوس هر پلو سوكالي ده ، تر 2018ء به د هيواد څخه لوډ شیډنګ خ??م شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د موټروے پروژه د سیا??کو?? اولس لپاره ډالۍ ده ، ما سپارښتنه كړې چې دا پروژه به د دوه كالو نه هم په لږه موده كښې بشپړولې شي۔ ده ووئيل چې زه د سیا??کو?? د اولس سره د زړه ??ه مينه كوم ، مونږ به په سباؤن كښې هم د دې ځائ وګړو له د پ??مختګ ډالۍ وركوو۔ وزیراعظم ووئيل دا به يو ښھ موټروے وي۔ وزیراعظم ووئيل چې 1999ء كښې كه زمونږ حکومت خ??م شوې نه وے نو نن به ټول هيواد كښې موټرویز جوړ شوې وې ، مونږ په هغه پروژو بيا تندۍ سره كار پيل كړو ، د فیصل آباد نه تر ملتان لپاره د موټروے پھ پروژه كار روان دے ، د سکھر نه تر حیدرآباد او تر کراچۍ به موټروے جوړولې شي ، مونږ به د خنجراب نه تر کراچۍ د سړكونو جال غزوو۔ ده ووئيل چې ترهه ګري هم پھ ختميدو ده ، مونږ خپل پوځي افسرانو او ځوانانو او پولیس افسرانو ، او امنيتي ادارو او اولس ته سلام کوو چا چې په مړانه جنګ وكړو۔ ده ووئيل چې په ټول هيواد كښې به د برېښنا کارخانې لګولې شي ، ساهیوال، قصور، تھر، کراچۍ كښې به پاور پلانټس لګولې شي، د سكارو څخه د برېښنا او په ګاز چليدونكې پروژې به پيل كولې شي۔ ده ووئيل چې د توان پروژې پھ بشپړولو د چین مننه كوو۔ ده ووئيل چې د اولس پرمختګ او سوكالي زما فرض دے٬ دې لپاره به شپه ورځ كار كولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د موټروے سره به د سیا??کو?? تقدیر بدل شي۔ وزیراعظم ووئيل چې د پ??کستان ځوانان د هيواد پ??مختګ او سوكالي غواړي۔ وزیراعظم ووئيل کالا شاہ کاکو څخه به نوې سړك جوړولې شي كوم به چې د لنك سړك سره تړلې شي۔ ده ووئيل سیا??کو?? كښی اورنج لائن ټرین او میټرو بس سروس به هم پيل كولې شي ۔
مونږ د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ تحریك چلوو۔وزیراعظم محمد نواز شریف
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی