اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب وئېلي دي تېر حكومت د 29 زره اربه روپو د قرضونو ټائم بم پريښودې٬په سسټم كښې د 19 نه تر 19 نيم زره مېګاواټ نه د زياتې برېښنا وركولو صلاحيت نشته٬پخواني حكومت چې څومره هم پارو پلانټس لګولي هلته ټر??نس??ېشن لائنونه ??شته٬ګرځينده قرض 1200 اربه روپو ته رسېدلې ٬د برېښنا غلا مخ نيوي لپاره اے بي سي كېبل كارولو٬ټر??نس??ېشن لائن آف ګرېډ كولو او د واپډا ملازمانو څخه د وړيا برېښنا آسانۍ بېرته اخستلو پشمول په نورو چارو غور روان دے۔ده د زيارت په ورځ د وفاقي ك??بينې غونډې نه ??روستو د اطلاعات او خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن سره پي آئي ډي كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو۔عمر ايوب ووئيل په 2013 كښې د پا??ستان ټول قرض 15 زره اربه روپۍ ؤ٬ اوس د ټول پور حجم 29 زره اربه روپو ته رسېدلې٬په دې پور كښې مهمه برخه د ګرځينده قرض ده۔ده ووئيل د برېښنا پیداوار چې هر څومره زيات شي خو كه په سسټم كښې شاملېدې نشي نو هېڅ فائده نه ??ري۔ده ووئيل تېر حكومت د برېښنا پلانټونه ??ه هغه ځايونو لګولي چرته چې بيخي ټر??نس??ېشن لائنز نه ??و او كه چرته وو نو هغه ډېر لري وو ٬ ده ووئېل په نويو ټر??نس??ېشن لائن يوه روپۍ نه ده لګولې شوې ځكه نن د كيپيسټي چارجز پېټې اولس پورته كوي۔وفاقې وزير ووئيل اوسنۍ حكومت غواړي چې اولس د لوډشېډنګ نه خلاص كړي٬د كم ولټېج مسئله لرې كړي او ټر??نس??ېشن سسټم بهتر كړي۔ دتوان وفاقي وزير ووئيل په تېر حكومت كښې د لږې وصولۍ٬د ناقص ټر??نس??ېشن سسټم ٬ د تېلو په بيعه كښې د زياتوالي باوجود په وخت د نرخونو نه زياتولو په سبب ګرځينده قرض زيات شوې٬دا وخت دغه قرض 640 اربه روپو ته رسېدلې۔ده ووئيل د نېنشل هولډنګ پا??ر كمپنۍ 550 اربه روپۍ د دې نه ځانله دي ٬ دغسې ټول ګرځينده پور 1200 اربه روپو ته رسېدلې او د دغې چېلنجونو ترمخه د خزانې وزير مني بجټ وړاندې كړې۔عمر ايوب ووئيل د تېر حكومت لګولي 4 اېل اېن جي ټرمينل د بحران سره مخ دي٬ده ووئيل د برېښنا د 100 يونټو په وركړه د 29 يونټو پېسې نه دي ترلاسه كړی شوې چې پكښې سركاري٬غېر سركاري٬لائن لاسز او د كنډو د لارې د برېښنا غلا شامله ده۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل آئي پي پيز بشپړه خپلواكه دي٬تېرو حكومتونو د برېښنا ويشوونكو كمپنو سره د??سې لوظ نامې كړي كه اوسنې حكومت په د??ې كښې بدلون وغواړي نو كمپنۍ به عدالتونو ته لاړه شي او داسې پېښې رامخې ته شوي هم دي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان تېره ورځ د بندونو په حقله بريفنګ كښې سپارښتنه ??ړې چې د داسو بند ځپليو له بهتره معاوضه او آسانۍ وركړئ۔داسې پا??ېسۍ جوړې كړې چې ورسره ځپلي مطمئن وي چې نورو بندونو له لاره هواره شي
په سسټم كښې د 19 نه تر 19 نيم زره مېګاواټ نه د زياتې برېښنا وركولو صلاحيت نشته
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná