اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي)د قانون٬انصاف او پارليماني چارو وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي د پارليمان پشمول د ټولو ادارو احترام لازم دے٬د حكومت په سنجيدګۍ هېڅ شك نه دے پكار پكار٬اولس له د ګرانۍ څخه خلاصولو لپاره مونږ له په ګډه كار كول پكار دي۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د پي ټي آئي په لارښود رؤف حسن د بريد پلټنې كېږي او ډېر زر به رپورټ عام شي٬هغه چې كوم اېف آئي آر درج كړے په هغې به من و عن عمل كولې شي۔ده ووئيل تر اوسه چې كوم معلومات رايو ځاے شوي د هغې له مخې ټرانس جينډر په هغه بريد كړے٬په دې اړه نورې پلټنې روانې دي۔ده ووئيل د پارليمان پشمول د ټولو ادارو احترام لازم دے٬د حكومت په سنجيدګۍ هېڅ شك نه دے پكار٬د عدليې په اړه تبصرې سمې نه دي۔ده ووئيل مونږ له معيشت مخ په وړاندې بوتلل دي٬اولس د ګرانۍ څخه خلاصولو لپاره په ګډه كار كول پكار دي۔
د پارليمان پشمول د ټولو ادارو احترام لازم دے٬د حكومت په سنجيدګۍ هېڅ شك نه دے پكار۔سېنېټر اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : quina acumulada