اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ??پي??ر راجه پروېز اشرف وئيلي دي د پاکستان پيپلز پارټي باني چيئرمېن شهيد ذوالفقار علي بھټو په 1967 كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ په بنياد اېښودو سره بې وزله٬ كروندګرو، مزدورانو او مېنځنۍ طبقې له ژبه وركړې٬ دوي ته ئې د خپل حق لپاره د غږ پورته كولو هنر ښودلے ۔ د شورو په ورځ د پاکستان پيپلز پارټي د 56م تاسيس ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د پيپلز پارټي قائد شهيد ذوالفقار علي بھټو د شهادت نه پس نصرت بھټو او شهيدې بېنظير بھټو شهيد په مشرۍ كښې ګوند خپلې هلې ځلې روانې ساتلې وې ٬ د شهيد بېنظير بهټو پاكستان كښې د جمهوريت بحالۍ پاره قربانۍ به تل په غوره ټكو ليكلې او ي??د ساتلې شي۔ ده په هېواد كښې د جمهوريت بحالۍ او د جمهوري اقدارو ودې لپاره د پاکستان پيپلز پارټي مشرانو٬ لارښودو او د كاركنانو نه هېرېدونكو قربانيو ته پېرزونې وړاندې كولو سره ووئيل پاكستان پيپلز پارټۍ بېلا بېلو دورونو كښې د اولس بې مثاله خدم?? كړے ٬ هېواد له يو متفقه آئين وركول او د اتومي پروګرام بنيادي اېښودو نه علاوه پوهنتونه٬ تعليمي ادارې او د روغتونونو جال ??زو??و سره سره ئې د روزګار موقعې وركړې دي۔ ده ووئيل پيپلز پارټي په روغه جوړه او د اولس په طاقت باور لري٬ پاکستان پيپلز پارټۍ د روغې جوړې پاليسۍ په سبب د نورو ګوندونو په مرسته اتلسم بدلون منظورولو سره دا ثاب?? كړې چې پيپلز پارټي په اولس ٬ جمهوريت او د وفاق په قوي اكائيو باور لري۔ ??پي??ر د ګوند په كاركنانو زور رواړو چې ھغوي د آصف زرداري او د ګوند چيئرمين بلاول بھټو په مشرۍ كښې د قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو نظريه او پېغام كور كور ته ورسوي۔
شهيد ذوالفقارعلي بھټو د پاکستان پيپلز پارټي په بنياد اېښودو بې وزله٬ كروندګرو، مزدورانو او مېنځنۍ طبقې له ژبه وركړې٬ دوي ته ئې د خپل حق لپاره د غږ پورته كولو هنر ښودلے ۔ د سپيكر راجه پروېز اشرف د ګوند تاسيس ورځې په موقع پېغام
Another self-entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena