سكردو 07 نومبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وئيلي دي چې ن ليګ او پيپلز ګوند د ګلګت بلتستان خلقو ته يوازې دوكه وركړې، وزيراعظم عمران خان د ووټ ترلاسه ??ېدو نه وړاندې د ګلګت بلتستان خلقو ته د دوي آئيني حق وركړے، تاسو ته مباركي وا??م چې ګلګت بلتستان صوبه نه جوړېږي، بلكې جوړه شوې. تاسو رائې وركړئ، ستاسو د 72ب كلونو محرومي به مونږ ختم كړو، وفاقي حكومت ګلګت بلتستان ته د سي پېك خاص اقتصادي زون وركړے چې دغسې ځوانان روزګار ترلاسه ??ړے شي، د مېډيكل كالج او د انجينئرنګ پوهنتون منظوري وركړې شوې او د روغتون په جوړولو كار پېل شوے. ده دا خبرې د خالي په ورځ په سكردو كښې غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزي?? ووئيل چې مسلم ليګ ن او د پيپلز ګوند په خپلو حكومتونو كښې ګلګت بلتستان لپ??ره هېڅ نه دي كړي، دواړو ګوندونو ستايو رائې په دې لوظ ترلاسه ??ړې وې چې تاسو ته به آئيني حقوق دركړو خو دوي تاسو سره دوكه كړې. ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د ووټ ترلاسه ??ېدو نه وړاندې د ګلګت بلتستان خلقو ته د دوي آئيني حق وركړے، تاسو ته مباركي وا??م چې ګلګت بلتستان صوبه نه جوړېږي، بلكې جوړه شوې. وفاقي وزي?? ووئيل چې د پي ټي آئي د كاركن په توګه خبره كوم، يوازې وزيراعظم عمران خان ستاسو تقدير بدلولې شي او هم هغه ستاسو د امانت حقدار دے.
ن ليګ او پيپلز ګوند د ګلګت بلتستان خلقو ته يوازې دوكه وركړې. علي امين ګنډا پور
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار