اسلام آباد۔12مارچ (اے پی پی) نړيوالې مالياتي ادارې بلوم برګ هېواد ته د پېښو معاشي مسئلو او چېلنجونو په تناظر كښې د پخواني بېنكار اورنګزېب د خزانې وزير په توګه تقرري د اهميت وړ ګرځولو سره هيله څرګنده كړې ده چې نوې وزير خزانه به آئي اېم اېف س??ه د نوې ا??تظام په غوره ډول بشپړ كړي٬ شهباز شريف د اصلاحاتو ټرېك ريكارډ لري او د ده په دويم ځل د وزيراعظم جوړېدو س??ه د پاكستان او آئي اېم اېف ترمينځه د نوې لوظنامې ا??كانات روښانه شوي دي۔ بلوم برګ د نهې په ورځ په خپل رپورټ كښې وئيلي چې د جے پی مارګن پخواني بېنكر اورنګزیب د پاکستان د خزانې وزير په توګه تعينات كېدل يوه مثبت پرېكړه ده۔ نوي وزير خزانه لپاره به آئي اېم اېف س??ه د 6 اربه ډالرو نوې لوظنامه كول او راروانې مياشتې لپاره آئي اېم اېف څخه د 1.1 ارب ډالر نوې قسط اختسل يو مهم چېلنج وي۔ د خزانې وزارت منصب سنبالولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ا??رنګزېب ووئيل پاکستانۍ كرنسي به د استحكام په لاره مخ په وړاندې روانه وي۔ ده د روانې اونۍ په مهال آئي اېم اېف س??ه د خبرو پېل كولو اشاره هم وركړې ده۔ بلوم برګ په خپل يو رپورټ كښې د اورنګزېب سره س??ه د شهباز شريف د كاركردګۍ هم ستائنه كړی ده۔ د بلوم برګ له مخې وزیراعظم شہبازشریف د وزيراعظم په حېث ګڼ اړخيزه همكارانو س??ه د لوظنامو كولو تجربه لري۔ ده تېر كال د آئي اېم اېف اېم ډي کرسټالینا جوارجیوا سره پخپله مذاكرات وكړل۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د آئي اېم اېف لخوا مرستې څخه وروستو به د سعودي عربستان او يو اے اي په څير نور هېوادونه هم د پاكستان مرستې له راوړاندې شي۔
د پخواني بينكار اورنګزيب د خزانې وزير په توګه تقرري پاكستاني معيشت لپاره د اهميت وړ ده٬ د شهباز شريف په دويم ځل د وزيراعظم جوړيدو سره د پاكستان او آئي ايم ايف ترمينځه د نوې لوظنامې امكانات روښانه شوي دي٬ بلوم برګ
Power of Rome official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار