जिया इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग वेबसाइट
اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان کوئټه ريلوے سټېشن سره نزدې د بمي بريد سخته غندنه وكړه۔د زيارت په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ د اړخه جاري شو?? بيان له مخې سيدال خان په چاؤدنه كښې د ژوبل كسانو تپوس پوښتنې له د كوئټه سول روغتون ټراما سينټر ته لاړو۔ده ووئيل د دې پېښې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده،ترهه ګر د پاکستان د پرمختګ څخه يريږي، هغوې دا ډول كاروائيو سره د پرمختګ عمل ته زيان رسول غوا??ي۔ ده ووئېل اولس او امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دي۔په دې مهال د سېنېټ ډپټي چيئرمېن د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه او د هغوې خيال ساتلو او درملتې لپاره ئې د روغتون انتظاميې ته سپارښتنه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز