اسلام آباد 18مارچ (اے پی پی) د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف سره د نائيجېريا د دفاع وزير میجر جنرل بشیر صالحی مګاشی (ر) په مشرۍ كښې پنځه كسيزه پلاوي د هغه په دفتر كښې ليدلې دي۔په ملاقات كښې د ترهه ګرۍ مخ نيوي٬امنيتي او هوا بازۍ په څانګه كښې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ د جمعې په ورځ جاري شوي پرېس رېليز له مخې په دې موقع ډاكټر معيد يوسف ووئيل چې د پاكستان او نائيجېريا ترمينځه په سفارتي او عسكري محاذونو قوي اړيكې دي۔دواړه هېوادونه په ټولو نړيوالو فورمونو د يو بل ملاتړ كوي۔ده ووئيل چې دواړو هېوادونو له تجارتي او اقتصادي اړيكې لا زياتولو ضرورت دې
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم