اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اېن ډي اېم اے)لخوا په اسلام آباد كښې درېم قامي مون سون جائزه كنفرنس 2022 وشو۔د كنفرنس مشري د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز وكړه او وفاقي او صوبائي ادارو٬د پي ډي اېم اے٬جي بي ډي اېم اے٬اېس ډي اېم اے٬وسله والو ځواكونهو ايمرجنسي رسپانس سروسز٬فېډرل فلډ كمېشن٬واپډا٬سي ډي اے٬ سپاركو او د اوبو خور محكمې٬اېف ډبليو او ٬اېن اېچ اے٬د موسميات محكمې٬د ملګرو ملتونو ايجنسو استازو او د اولسي ښېګرې ادارو ګډون وكړو۔د اېن ډي اېم اے لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د كنفرنس مقصد د پشكال مياشت په اړه تيارۍ او اقدامات او اړوندو ادارو ترمينځه معاونت اود همغږۍ جائزه اخستل وو۔د ګډون كوونكو هركلي كولو سره د اېن ډي اېم اے چيئرمېن د موسمياتي بدلون له امله پاكستان ته رامخې ته شوې خطرې په خاص توګه پشكال كښې د ممكنه سېلابي صورتحال مخ نيوي او تيارۍ په اړه د ټولو مرسته كوونكو ادارو ترمينځه موثر رابطه او د همغږۍ په اهميت زور راوړو۔د كنفرنس په مهال ټولو اړوندو ادارو د پشكال په اړه د پيشنګوئۍ تر مخه د محكمانه تيارو په اړه بريفنګ وركړو۔د كنفرنس په اختتام د اېن ډي اېم اے چيئرمېن موثره تياري او په وخت رسپانس باوري كولو لپاره د ټولو ادارو ترمينځه د معاونت او اشتراك پشمول په بېړني توګه د خبرتيا د سسټم په اهميت زور راوړو
د اېن ډي اېم اے د سيوري لاندې د پشكال بارانونو جائزه كنفرنس 2022 تر سره شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں