استنبول 21 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاق?? وزيرې مريم اورنګزېب سره د تركيه د فلمي صنعت نمائنده پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاكستان او تركيه ترمېنځه ډرامه او د فلم په څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه ش??ې ٬ وفاق?? وزيرې د پاكستان ??لمونو نمائش لپاره په تركيه كښې په فلمي مېله كښې د پاكستان د ګډون اعلان ??م كړے٬ د فلمي مېلې د نېټې ټاكنه به په راتلونكې اوونۍ كښې په تركيه كښې د فلمي مېلې تابيا پحقله په غ??ند?? كښې كولې شي۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ترکيه ترمېنځه ډرامه او د فلم په څانګو كښې د مرستې په وده د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاق?? وزيرې ووئيل پاکستان ??ښې جوړېدونكې درې نوي فلمونه به په نندارتون كښې وړاندې كولې شي۔ دې ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه مشتركه منصوبو لپاره به فزيبلټي جوړولے شي۔ په دې موقع پاكستان ??ښې جديد ترين فلم پروسېسنګ لېب جوړول او د تركيه پوهنتونونو سره په تعليمي نصاب كښې د فل?? سازۍ او د اداكارۍ مضمونونو په شاملولو مرسته هم صلاح راغلې ۔ وفاق?? وزيرې ووئيل د كال 1970 په لسيزه كښې پاكستان د نړۍ درېم اوي فلم جوړٶنكے هېواد ٶ۔ دې ووئيل په كال 2008 كښې د فلمي صنعت بحالۍ كار پېل شوے٬ مونږ د هېواد د تاريخ وړومۍ فلم اېنډ كلچر پاليسي جوړه كړې چې پكښې فلمي صنعت ته په ټيکس كښې استثنا او نوې فلمونه جوړولو لپاره مالي معاونت غوندې سهولتونه شامل دي ۔ وفاق?? وزيرې ووئيل د فلم قيصې ، معيار، د جديدې ټيکنالوجي استعمال د قامي فلم پاليسۍ برخې دي ٬ د دې نه علاوه نوې سينما ګهر جوړول٬ بحالي او فنكارو ته مراعات وركولو لپاره هم ګامونه پورته كړے شوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل فلم او د سېلګرۍ په څانګو كښې د پاكستان د 70 فيصده ځوانانو شاملولو دا ښه موقع ده، ځوانانو لپاره په فلمي څانګه كښې انټرنېشنل وركشاپس كېږي چې پكښې د ښه رپوټېشن پروډيوسرز به رابللے شي۔ پلاوي د ترکيه فلمي صنعت لخوا پاكستان سره فلم اېنډ ډرامه صنعت كښې مشتركه منصوبې پېل كولو لپاره د آمادګۍ څرګندونه كولو سره ووئيل په تركيه كښې قائم د نيدرلينډز، ترکيه او د فرانس ښه كمپنۍ به په فلم پروسېسنګ لېب كښې تكنيكي معاونت كوي
وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب سره د تركيه د فلمي صنعت نمائنده پلاوي ملاقات په ترکيه كښې په فلمي مېله كښې د پاكستان د ګډون اعلان
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ