اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) پاکستان د كشمير شهيدانو په 91م نړيواله ورځ كشميريانو سره د يووالي څرګندونې كولو سره يو ځل بيا په هند زور رواړے چې هند په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او ټول سياسي بنديوانان خوشې كړي۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل بيان كښې ووئيل پاكستان د كشمير ھغو 22 شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې په 1931 كښې د ډوګره فورسز په مقابله كولو كښې لازواله قربانۍ وركړي٬ د پاکستان حکومت او اولس نن 91مه د كشمير شهيدانو ورځ لمانځي ۔ ده ووئيل نن هم نهه لكه د هند قابضو عسكرو په جمو و كشمير ناجائزه قبضې برقراره ساتلو له كشميريان په بدتره پوځي محاصره كښې يرغمال ساتلي٬ هند د پنځم اګست كال 12019 نه تر اوسه د 640 نه د زياتو كشميريانو ماوائے عدالت وژنې كړي ٬ ده ووئېل په كال 2020 كښې د كشميريانو جذبات مجروح كولو له هند د كشمير د شهيدانو په ورځ عامه رخصتي ختمه كړې وه۔ وياند ووئيل هند دې كشميريان د خپلواكۍ جائز حق ته پرېږدي٬ مونږ نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو نړيوالو نتطيمو څخه هم غوښتنه كوو چې ھغوي د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمټير كښې د بشري حقونو د سنګين صورتحال خبر واخلي
هند دې په جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي او ټول سياسي بنديوانان دې خوشې كړي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری