لاړکانه 28 فروري (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن او خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي په وياړ سره وايم چې د سندھ اجرك، ټوپي ، تهذيب او د خاورې نه خبر يم ، لاړکانې ته ډيره موده پس راغلے يم ، د بي بي په دور كښې ماته په پي پي كښې ډير عزت راكړے شوے ، كله چې بي بي شهيده شوه٬ ما ته هغه ماښام راياد شي كله چې په 25 دسمبر ملتان كښې جلسه وه او هغې ماته ووئيل پينډۍ ته مه راځه ٬ مونږ به بيا راشو او هم هغه آخري ملاقات ؤ ، د كومې پي پي ملګرتيا چې مونږ كړې وه د هغې قبله بدله شوې ، پي پي د زرداري ګوند جوړ شوے ۔لاړکانه كښې جلسې ته د وينا په مهال شاه محمود قريشي ووئيل آصف زرداري د هېواد صدر ؤ ، ريمينډ ډيوس چې درې كسان ووژل نو ما وزارت پرېښودو۔د قامي اسمبلۍ چوكۍ چې مې پرېښودله نو د زرداري پيغام راغلو چې د پي پي پرېښودونكې هيرو نه زيرو ته رسي ،ده ووئېل زرداري صاحب وړاندې هم خارجه وزير ووم او نن هم يم۔ امير بخش خان بھټو له غمرازۍ له تللے ووم ٬ هغه راته ووئيل اوس به لوې سړے شي۔زمونږ د تعلق كه د بھټو كورنۍ څخه تپوس وكړې نو د ذوالفقار علي بھټو څخه پوښتنه وكړې ، بي بي كه ژوندې وه د هغې نه به پوښتنه شوې وه ،ده ووئېل زما دستاربندۍ له بي بي ملتان ته راغلې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل آصف زرداري به څه پوهه كړم ٬ هغه ته تاريخ څه معلوم دے ٬ د هغه سترګې پېژندګلو نشي كولې ۔كه هغه بھټو ؤ نو زما په اړه به ئې څه نه وئيل ، ما بھټو پيژني زرداري مي نه پيژني۔ ده ووئېل په دې ښار كښې د پي پي وسائلو باوجود معظم علي عباسي دوه وارې ماتې خوړلې ٬ دا ولې او څنګه ؟ ، هغه ځكه چې اولس ته معلومه شوې چې پي پي د بھټو نه بلكه د زرداري قبضه كرے ګوند دے ۔وفاقي وزير ووئيل عمران خان څخه د درېو كلونو حساب واخلئ خو هغوې د 15 كلونو حساب وركولو له چمتو دي ؟ ،آيا په سندھ كښې انصاف شته ، سندھ پرمختګ كړے ، نن زما د ژوند يادګار وخت دے كومه مينه چې نن ما ته د سنده خلقو راكړې هغه به هيره نه كړم
د كوم پي پي ملګرتيا چې مونږ كړې وه هغه ګوند خپله قبله بدله كړې ، پي پي د زرداري ګوند جوړ شوے ، د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي جلسې ته وينا
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا