مكه مكرمه 30 اپريل (اے پي پي) وزيراعظم شهبازشريف سره د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) سيكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحهٰ ليدلې دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د خپل حكومت د دې عزم پخلے وكړو چې د مسلمانانو ګټې ته وده وركول د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل موجوده چيئرمېن په حيث سره پاكستان د او آئي سي غړو هېوادونو سره په اړوندو چارو فعاله كردار ترسره كولو له خوښي لري۔ وزيراعظم د جمو او كشمير په شخړه د او آئي سي په پرله پسې ملاتړ سيكرټري جنرل او د او آئي سي مننه وكړه۔ ده په تنظيم زور راوړو چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د هېلو ترمخه د جمو او كشمير شخړه په امناكه ډول حل كولو له د سفارتي هڅو قيادت وكړي۔ وزيراعظم شهباز شريف او آئي سي ته ووئيل مسجد اقصيٰ او نور مقبوضه فلسيطنو سيمو كښې د روان اسرائيلي جارحيت مخنيوي له كوټلې هڅې پيل كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل له دې مقدس او مبارك مسجد اقصي ته د مختلف عقائدو لرونكو وګړو ترمينځه عارضي يا په مستقل توګه د تقسيمولو اجازه ورنه كړې شي۔ وزيراعظم د افغانستان اولس لپاره په سمدستي توګه د انساني مرستې په حادت زور راوړو۔ ده ووئېل په نړيواله كچه د اسلامو فوبيا زياتې شوې مسئلې مخنيوي له دې او آئي سي خپلې هڅې تندې كړي۔ وزيراعظم شهبازشريف سيكريټري جنرل ته د پاكستان دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔ سيكريټري جنرل وزيراعظم شهبازشريف له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركولو سره د او آئي سي باني غړي په حيث د پاكستان فعاله او مهم كردار رامخې ته كړو۔ سيكريټري جنرل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړه په امناكه ډول حل كولو له د او آئي سي د مرستې پخلے وكړو۔ ده مسلمانانو ته د پېښو مسئلو او په خاص توګه فلسطين، افغانستان او اسلاموفوبيا مخ نيوي له د پاكستان سره په ګډه د كار كولو د عزم څرګندونه وكړه۔
وزيراعظم شهبازشريف سره د (او ائې سي ) اسلامي مرستې تنظيم سيكرټري جنرل حسېن ابراهيم طحهٰ وليدل
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن