اسلام آباد 06 اپريل (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ (ن) صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف وئيلي دي چې آئين انصاف غواړي او تاخير د آئين شكنۍ حوصله زياتوي۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل څومره تندۍ سره چې آئين شكني شوې ، اولس دومره تندۍ سره انصاف هم غواړي۔ده ووئيل وفاق نه پس اوس د پاكستان تر ټولو لويه صوبه كښې په ښكاره ډول آئين شكني روانه ده، د اولس نمائنده ايوان ته تالې لګولې شوې او د ازغن تار لګولو سره بند كړې شوې۔ده ووئيل د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيكر د طاقت سره د آئين او سپريم كورټ په امر عمل كولو سره منع كړې كېږي كوم چې يو ښكاره بغاوت دې، د دې ډول اقدامات سره اولس له او نړۍ له څه پيغام وركړې كېږي چې آئين او قانون لاوارث دې، د دې ډول طرز عمل سره ټول نظام ته خطر دې
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال