اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د پاكستان او ايران ترمينځه د تجارت٬سيمه ايز روابط ودې او امنيتي چارو حل كولو لپاره د شريكې مرستې په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي د پاكستان او ايران پوله د امن او ملګرتيا پوله ده٬ افغانستان د بشري بحران او معاشي مسئلو څخه ساتلو لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا د سمدستي اقدامات ضرورت دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايران كورنيو چارو وزير ډاكټر احمد وحيدي سره په خبرو كښې كړې چا چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات كولو ۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ په اړيكو كښې په مثبت رفتار د اطمينان څرګندونه كړی او په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو ئې پراخه امكانات رامخې ته كړي۔وزيراعظم په خاص توګه تجارت او سيمه ايز رابطې لپاره د نزدې دوه اړخيزه مرستې په اهميت زور راوړے ۔وزيراعظم د پولې دواړو اړخو اوسېدونكو خلقو معاشي پرمختګ لپاره د سرحدي منډيانو زر جوړولو او د هغې فعاله كولو په ضرورت زور راوړے ۔وزيراعظم وئېلي دي د پاكستان او ايران پوله د امن او ملګرتيا پوله ده او هغه د امنيتي معاملاتو حل لپاره د شريكې مرستې په اهميت زور راوړي ۔وزيراعظم د جمو كشمير منصفانه حل لپاره په بشپړ ملاتړ د ايران حكومت او سپريم ليډر مننه وكړه۔وزيراعظم د امن او مستحكم افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو په يو ډول دريځ هم د اطمينان څرګندونه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د نزدې رابطه كارۍ په اهميت ئې زور راوړے ۔وزيراعظم د ايران صدر رئيسي ته د پاكستان دورې د بلنې پخلے هم وكړو۔په ملاقات كښې د ايران د كورنيو چارو وفاقي وزير ډاكټر احمد وحيدي وزيراعظم ته د ايران د قيادت لخوا د نيكو هيلو پیغام رسولے او په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره ئس د ايران د خواهش پخلے وكړو
د پاكستان او ايران پوله د امن او ملګرتيا پوله ده٬ افغانستان د بشري بحران او معاشي مسئلو څخه ساتلو لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا د سمدستي اقدامات ضرورت دے ۔ د وزيراعظم عمران خان د ايران داخله وزير سره خبرې
مضمون کا ماخذ : گرم گرم