فېصل آباد ۔2جنوری (اے پی پی) په ترافيكي پېښه كښې په حق رسېدلي د سركاري خبر رسنې ادارې اے پي پي رپورتر ا?? د لاهور پرېس كلب كونسل غړي فواد اعظم د جنازې لمونځ د اتوار په ورځ د هغه پ?? پلارنۍ سيمه چك نمبر 116 ګ ب ستيانه روډ جړانواله فېصل آباد كښې ادا كړې شو په كوم كښې چې د اے پي پي لاهور ا?? فېصل آباد بېورو چارواكو ٬ د الېكټرانك او پرنټ ميډيا خبريالانو ٬ د آفيشل ميډيا چارواكو ٬ د بېلو څانګو افسرانو ٬ و كيلانو ٬ علماﺀ كرامو او د هر مكتبه فكر ګڼ شمېر وګړو ګډون وكړو۔ وروستو ارواښاد د هغه پ??ارنۍ مقبره كښې د غم او افسوس په فضا كښې خاورو ته وسپارلې شو۔ 37 كلن آفیشل میډیا پرسن فواد اعظم د تېرو 15 كلونو نه اے پي پي لاهور بېورو سره د رپورټر په توګه كار كولو۔ په خپلو پسماندګانو كښې هغه يوه كونډه ٬ 2 ??ام?? او 2 لوريانې غمجنې پرېښودلې دي۔ د لاهور پرېس كلب ص??ر ارشد انصاري د افسوس وړ دې پېښه كښې د رپورټر ا?? د پرېس كلب كونسل غړي فواد اعظم په ناڅاپي مرګ د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړه۔ هغه ووئيل اے پي پي او پرېس كلب له د ارواښاد صحافتي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې لويې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پ??و كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔