اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پي ټي آئي يواځينې ګوند دې كوم چې بهر هېوادونو کښې مېشته پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکول غواړي۔ الېكټرانك ووټنګ مشينز او بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو ته د ووټ حق ورکولو سره اړوند دوه قوانين ډير اهميت لري۔ د دې دواړو قوانيونو منظوري د وزيراعظم عزم پاتې شوې دې ٬ د دواړو ايوانونو اکثريت دلته موجود دی، د پارليمنټ په ګډه غونډه کې به نن مهم بلونه منظور کړې شي ٬ اپوزيشن په كمزورې پهلوانانو مشتمل دے٬ د ننۍ قانون سازۍ نه وروسته به د اپوزيشن دننه د منتشر كېدو عمل تند شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د پاكستان تحريك انصاف د پارليمان ګوند غونډې نه وروستو خپلو خبرو كښې وكړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل د پاكستان تحريك انصاف پارليماني ګوند په غونډېه كښې د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړو د وزيراعظم په مشرتابه د بشپړه باور څرګندونه كړې ده۔ هغه ووئيل د ټولو غړو مننه کوم چې خپل مصروفیتونه یې پریښودل او په غونډه کښې یې ګډون وکړو. ده ووئيل چې د دواړو ايوانونو زياتره غړي دلته موجود دي، د پارليمنټ په ګډه غونډه كښې به مهم بلونه پاس كولې شي، د اليكټرانك ووټنګ مشين او په بهر هېوادونو كښې مېشتو پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو په اړه دوه قوانين ډېر مهم دي ٬ د دې قوانينو منظوري د وزيراعظم عزم پاتې شوې دې۔ هغه ووئيل پي ټي آئي يواځينې ګوند دې چې په بهر هېوادونو كښې مېشتو پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول غواړي۔ د پارليماني ګوند په غونډه كښې وزيراعظم د هغه اتحاديانو ٬ سېنېټرز او د قومي اسمبلۍ غړو مننه وكړه كومو چې د مجبورۍ او رنځ باوجود غونډه كښې ګډون وكړو۔ پارليماني ګوند په وزيراعظم د خپل بشپړ باور څرګندونه كړې ده او دا باور به د پارليمان په شريكه غونډه كښې هم ښكاره شي۔ هغه ووئيل اپوزيشن په كمزورو پهلوانانو مشتمل دے ٬ دوئي ماتې سره مخ شوي دي۔ هغه ووئيل د ننۍ قانون سازۍ نه وروسته به د اپوزيشن دننه د منتشر كېدو عمل لا تند شي۔
تحريك انصاف يوازينې ګوند دے كوم چې سمندر پورې پاكستاني وګړو ته د ووټ حق وركول غواړي٬ له ننۍ قانون سازۍ څخه وروسته به د اپوزيشن دننه د منتشر كېدو عمل تند شي٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پارليماني ګوند غونډې نه وروستو خبرې
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت