کوئټه 12 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف کوئټه ته رسېدلے٬ د كوئټه په هوائي مېدان صوبائي داخله وزير مير ضياء الله لانګو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ په دې موقع د داخله چارو دوهم چيف سېكتر زاهد سليم د كوئټه كمشنر سهيل الرحمن بلوچ او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ په دې موقع د خواجه محمد آصف او صوبائي داخله وزير مير ضياء الله لانګو ترمېنځه په ملاقات كښې د صوبې په موجوده صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ صوبائي وزير ووئيل بلوچستان د پرمختګ په لور روان دے۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف به ګېسټ سپيكر نېشنل وركشاپ كښې ګډون كوي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو