اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال2021-22 سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام كښې د قامي صحت وزارت 20 روانو او 26 نوو پروژو لپاره 21722.506 ميليونه روپۍ د بيلولو تجويز دے۔ د جمعي په ورځ سركاري څانګي پرمختيائي پروګرام له مخي په 20 روانو پرمختيائي پروژو كښې آئي پي سي پروګرام لپاره 150 ميليونه، پمز كښې ډاكټر هاسټل جوړولو لپاره 139.933 ميليونه، پينډۍ كښې د مور ماشوم روغتون جوړولو لپاره 1639.900 ميليونه ‘ د روغتيا اسانيو پروګرام فيز II لپاره 5600 ميليونه، اپ ګريډيشن هيلتھ كيئر پروګرام لپاره 713.152 ميليونه او 26 نوو پرمختيائي پروژو كښې لاهور كښې شيخ زيد پوسټ ګريجويټ ميډيكل انسټيټيوټ لپاره 399 ميليونه’ اپ ګريډيشن آف ډرګ كنټرول پروګرام لپاره 377 ميليونه’ بھاره كهو كښې مدر اينډ چائلډ هيلتھ لپاره 120ميليونه ‘ فيډرل ګورنمنټ پولي كلينك لپاره 1000 ميليونه روپۍ، پاكستان انسټي ټيوټ آف ميډيكل سائنسز (پمز) كښې د 200 كټونو د حادثات او ايمرجنسي سنټر جوړولو لپاره 1750 ميليونه، اسلام آباد كښې 200 كټونو روغتون جوړولو لپاره 2000 ميليونه، همك اسلام آباد كښې اېم سي ايچ جوړولو لپاره 100 ميليونه، د نېشنل ايكشن پلان عملدرآمد لپاره 250 ميليونه، ګلګت بلتستان كښې فيملي پلاننګ او پرائمري هيلتھ كيئر پروګرام لپاره 250 ميليونه، پاكستان انسټي ټيوټ آف ميډيكل سائنسز اسلام آباد كښې نيورو سرجري ډيپارټمنټ اپ ګريډيشن او ضروري آلات وركولو لپاره 500 ميليونه روپو پشمول نوو پرمختيائي پروژو لپاره فنډز تجويز كړے شوے
پي اېس ډي پي كښې د روغتيا وزارت پرمختيائي پروژو لپاره 21722.506 ميليونه روپۍ بيلي شوي
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania