اسلام آباد26جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان داېف نائن پارك د سټيزن كلب دوره كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع داخله وزير شېخ رشيد احمد، د منصوبه بندۍ وزير اسد عمر، د بشري حقونو وفاقي وزيره شيريں مزاري، د صحت خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان، سېنيټر فېصل جاوېد او د سي ډي اے چيئرمېن وزيراعظم سره ملګري وو۔د سيټيزن كلب ودانۍ جوړولو عمل په كال 2008 كښې پېل شوے ؤ خو كار د ځنډ ښكار شوے ؤ ٬ كوم چې اوسني حكومت په كال 2018م كښې بشپړ كړے٬ د ودانۍ كارولو پحقله د رامخې ته قانوني مسائلو له امله دا چاره د ځنډ ښكار وه ٬ خو اوس كابينې دا وداني اولسي مقاصدو لپاره په كارولو غور كړے اود وزيراعظم عمران خان دورہ هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده چې ورله د وزيراعظم په امر د نوموړي آركيټيك نېر علي دادا او د سي ډي اے چئيرمېن پشمول كمېټي جوړه كړې شوې۔ كمېټي به د سيټيزن كلب وداني اولسي مقاصدو لپاره د كارولو پحقله خپل سفارشات زر وزيراعظم ته وړاندې كوي۔
وزيراعظم عمران خاند اېف نائن پارك د سټيزن كلب دورہ
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina