اسلام آباد 26 فروري (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی سره عراق د دفاع وزیر جمعه اناد سعدون په مشرۍ كښې دفاعی پلاوي ليدلي دي۔ مُلاقات كښې د شريكي ګټي په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلې وكړے شو۔ په دې موقع صدر مملکت ووئيل پاکستان عراق سره شريكې اړيكې مهمي ګڼي، پاکستان د تجارت ، معیشت او دفاع په څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكي لا مستحکمول غواړي۔ صدر عارف علوی ووئيل پاکستان د عراق د خپلواكۍ ، سیاسی اتحاد او سيمه ايزې سلامتيا بشپړه ملاتړ كوي۔ ایوان صدر اعلامیې له مخې صدر مملکت د پاکستان دفاعی تربیتی ادارو كښې د عراق پوځي اهلكارو لپاره تربیتی کورسز پیشکش وكړو۔ په دې موقع د پاکستان د اړخه تکنیکی مرستي او بشري وسائلو په لړ كښې په عراق كښې د بنیادی ډھانچے پرمختګ كښې د مرستې وړانديز هم وكړې شو۔ صدر مملکت ووئيل دواړه هېوادونو له په نړيواله كچه د يو بل ملګرتيا كولو ته اړتيا ده۔ ملاقات كښې د عراق د دفاع وزير ووئيل عراق پاکستان سره معاشی او سیاسی اړيكې ښه كول غواړي۔ده د پاکستان دفاعی صنعت صلاحیت ستائلو سره هيله څرګنده كړه چې دې دورې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه مرسته لا وده ومومي
صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سره د عراق د دفاع وزیر جمعه اناد سعدون په مشرۍ كښې دفاعي پلاوي وليدل
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo