اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیب وئيلي دي بے نظیر انکم سپور?? پروګرام پیپلز پارټۍ د كرپشن لپاره اس??عمال کړے ،په دغه وجه بے نظیر انکم سپور?? پروګرام د کرپشن علامت جوړ شوے، د پیپلز پارټۍ په حكومت كښې 8 لكهه 50 زره غير مستحق وګړي په دې پروګرام كښې شامل كړې شوي،اوسني حكومت د ټيكنالوجي د لاري د جانچ پړتال نه پس بے نظیر انکم سپور?? پروګرام فهرست څخه 0.85 ملیونه غیر مستحق وګړي وېستلي دي،په دې كښې د ګريډ 17 نه تر 21 افسران هم شامل وؤ۔ د نهي په ورځ وزير مملكت فرخ حبیب د بلاول زرداری په بيان غبرګون كښې ووئيل بلاول صاحب،كه په دروغو وئيلو سټړے شې نو يو دقيقي لپاره رښتيا هم واوره، د بے نظیر انکم سپور?? پروګرام نامه هغه ده،په هغي كښې څه بدلون نه دے راغلے۔ده ووئيل عمران خان د سماجی تحفظ پروژې پيل كړي، د احساس د سيوري لاندي په قامي كچه احساس کفالت، بچت اکائونټ،ایمرجنسی کیش ،سکالرشپ، د سود نه غير قرض او د خصوصي کفالت پروګرام ،خاص ضلعو كښې د نشوونما پروګرام ،،لنګر خانې ، څوك وږي اوده نشي پروګرام ،د پائلو?? پراجیکټ په توګه په یوټیلټي ??ټو?? رعایت،ریړھی بان،کریانه او تحفظ پروګرامونه روان دي۔ ده ووئيل د کورونا په مهال د احساس ایمرجنسی کیش 31 فیصده په سندھ كښې وركړے شوے كوم چې د ټولو صوبو څخه زياته شرح ده،دغه ټولې د سماجی تحفظ پروګرامونو ميوي مستحقینو ته رسيږي۔ده ووئيل احساس د سماجی تحفظ وړومبے پروګرام دے كوم چې د څه سیاسی مداخلت نه غير روان دے، په دې كښې ټیکنالوجي اس??عمال شوې ۔ده ووئيل د سماجی تحفظ دا پروګرام ورلډ بېنك او نورو نړيوالو ادارو ستائېلے دے،د سماجی تحفظ دا پروګرام عمران خان د ریاست مدینه وژن له مخي جوړ كړے چې مقصد ئې د عام وګړي ذمه واري اخستل دي
بے نظیر انکم سپورټ پروګرام پیپلز پارټۍ د كرپشن لپاره استعمال کړے،په دغه وجه بے نظیر انکم سپورټ پروګرام د کرپشن علامت جوړ شوے،د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبیب
مضمون کا ماخذ : números dupla sena