اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې د امریکې انتظامیه د هند په ژبه خبرې كوي٬ د هندي تسلط څخه آزادي او د خپلواكۍ حق د ??شم??ريانو مقدر دے٬ د نړۍ يو طاقت دوي د دې حق نه نشي محرومولې٬ داسې ښكارېږي چې د امريكې په نزد د بې ګناه ??شم??ريانو وينه هېچ اهميت نه لري۔ تېره ورځ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې دا خبره ډې??ه د ا??دې??نې وړ ده چې د امریکې انتظامیه د هند په ژبه خبرې كوي څوك چې نه يوازې په ??شم??ر كښې بشري حقونه د پښو لاندې كولو سنګين جرمونو ك??ې ككړ دے بلكې د وړومبۍ ورځې نه د خپلواكۍ حق د جائز او سپېځلي غورځنګ تر پښو لاندې كولو او د آزادۍ هڅې د ترهه ګرۍ په توګه د وړاندې كولو په هلو ځلو كښې بوخت دے او د چا په غاصبانه طرز عمل چې هر اصولي او ضمير لرونكي قام ته ا??دې??نه پكار ده۔ داخله وزير ووئيل چې د هندي وزيراعظم د سپينې ماڼۍ تګ (ياترا) نه پس د امريكې حكومت د بيان نه داسې برېښي چې د امريكې په نزد د بې ګناه ??شم??ريانو د وينې ه??څ اهميت نه شته۔ داسې ښكارېږي چې شايد چې د بشري حقونو په اړه د نړيوالو قوانينو په ??شم??ر كښې اطلاق نه كېږي او هلته بشري حقونه د پښو لاندې د بې ګناه ??شم??ريانو په وينه هولي كول جرم هم د نه هېرېدو دے۔ ده ووئيل د ??شم??ريانو په حقونو به هېڅ قسمه سودا نه كوٶ او د انصاف د تقاضو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې به ??شم??ريانو ته د ھغوي د جائز حق تر ترلاسه كېدو به زمونږ هڅې دوام دارې وي۔ داخله وزير ووئيل هندي د تسلط څخه آزادي او د خپلواكۍ حق د ??شم??ريانو مقدر دے٬ د نړۍ يو طاقت دوي د دې حق نه نشي محرومولې
د امریکې انتظامیه د هند په ژبه خبرې كوي
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری