اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د هاؤسنګ وزارت ته سپارښتنه كړی ده سركاري ملازمانو له پھ كم لګښت دې معياري استوګنې وركولو له زر تر زره منصوبه وړاندې كړی شي۔د زيارت په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د غونډې مشرۍ كولو سره ده د وفاقي سركاري ملازمانو د استوګنې حاجت پوره كولو او راروانه غونډه كښې د منصوبې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔د هاؤسنګ وزير اكرم خان دراني او د وزارت چارواكو وزيراعظم د تېرو څلورو كلونو په مهال د وزارت كاكردګۍ او د وفاقي سركاري ملازمانو او كم آمدن لرونكو طبقو لپاره د پي اېچ اے فاؤنډېشن پشمول بېلو روانو پروژو په اړه خبر كړو۔وزيراعظم د كم آمدن لرونكو طبقو لپاره د وزيراعظم پھ كم لګښت خپل كور هاؤسنګ سكيم”په اړه هم خبر كړې شو۔ده ته ووئيل شول د دې سكيم لپاره وزارتي كمېټۍ خپل سفارشات بشپړ كړي۔وزيراعظم د وزارتونو ترمينځه كمېټۍ ته په دې معامله كښې د نورې كاروائۍ لپاره د عمل تندولو او سفارشات وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم د فېډرل ګورنمنټ ايمپلائز هاؤسنګ فاؤنډېشن ركنيت ك??پا??ن په اړه هم خبر كړی شو دغسې چې سركاري ملازمانو له پھ بېلو كيټريګريز كښې په كمه بيعه استوګنې پلاټونه وركړی شي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د استوګنو پلاټونو الاټمنټ كولو كښې دې د مېرټ خيال وساتلې شي او په دې لړ كښې بايد سركاري ملازمانو له آسانۍ وركړی شي
سركاري ملازمانو له پھ كم لګښت معياري استوګنې وركولو له دې زر تر زره پلان وړاندې كړی شي۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د هاؤسنګ وزارت ته سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری