اسلام آباد 18 جولائي (اے پی پی) د هالينډ سفير جين نيټي سيپن د غريبو خلقو مرستې لپاره د پاكستان بېت المال هڅو ستائنه وكړه او د هېواد څخه د غربت خاتمې او سماجي پرمختګ لپاره ئې د خپلې مرستې باور وركړو۔د ګل په ورځ د پاكستان بېت المال چيئرمېن بېرسټر عابد وحيد شېخ سره د ملاقات پھ مهال خبرو كښې ده ووئيل هالينډ د پاكستان سماجي پرمختګ لپاره د حكومت هڅو ته د قدر په سترګه ګوري او د غريبو مرستې لپاره د پیل كړی شويو پروګرامونو بشپړه مرسته كوي۔ده د روغتيا او تعليم په څانګو كښې د خاص كسانو د خدماتو هم ستائنه وكړه۔هغه بېرسټر عابد وحيد شېخ پاكستان كښې د كمزور طبقو د ښېګړې او د دوي سماجي او اقتصادي حقونو لپاره د ګامونو څخه هم خبر كړو
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر