ملګري ملتونه 07 دسمبر (اے پي پي) پاكستان ??فغ??ن امن عمل لپاره د سفارتي هڅو زياتولو غوښته كولو سره نړيوالې ټولنې ته ورياده كړې چې وزيراعظم عمران خان په ??فغ??نستان كښ?? د جنګ د مسئلې تل په سياسي توګه د حل كولو ملاتړ كړے۔ په ملګرو ملتونو كښ?? د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي په عمومي اسمبلۍ كښ?? د ??فغ??نستان په صورتحال د بحث په مهال ووئيل چې د ??فغ??نسان مسئله د مذاكراتو د لارې په حل كولو په نړيواله كچه اتفاق ليدل كېږي او د ??فغ??ن دولت لخوا په داسې حل امادګي په مثبت پلو پرمختګ دے۔ د امريكې لخوا طالبانو سره نېغ په نېغه مذاكرات هم يو بل مثبت پرمختګ دے او پاكستان به په داسې مذاكراتو كښ?? بشپړه مرسته كوي۔ پاكستانې استازې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان تقريباَ د دوه لسيزو نه وائي چې د ??فغ??نستان جګره د مذاكراتو د لارې سياسي حل سره ختم كېدے شي۔ اوس دا دريځ د ټولې نړيوالې ټولنې لخوا خپل كړے شوے او په دې مونږ د نړيوالې ټولنې مننه كوو۔ پاكستانې استازې په ??فغ??نستان كښ?? د امن ودې لپاره د روسيې٬ چين او د منطقې د نورو هېوادونو د هڅو په پلو اشاره كولو سره ووئيل چې پائيدار امن لپاره ضروري ده چې د ټولو سيمه ايزو شراكت دارو كردار تسليم كړے شي۔ دا خبره څرګنده ده چې ??فغ??ن اولس د جنګ خاتمه او امن غواړي او بايد نړيواله ټولنه د ??فغ??ن اولس دا خواهش د دوي په هېواد كښ?? پائيدار امن لپاره بنياد جوړ كړي۔ دا د اړوند ډلو ذمه واري او دوي لپاره يو چېلنج دے او تر څو چې د پاكستان تعلق دے هغه به د خپلې برخې كردار په بشپړه انداز كښ?? ترسره كړي۔ پاكستانې استازې ووئيل چې هغه ټول مصائب او تكليفونه كوم چې ??فغ??ن اولس په خپل هېواد كښ?? د اوږد جنګ په مهال برداشت كړي دي٬ د ??فغ??نستان قومي او د ټولې نړۍ امن او سلامتيا لپاره يو خطر ثابت كېدے شي۔ هغې د ??فغ??نستان په اړه د بېلا بېلو راپورونو حواله وركولو سره ووئيل چې په دې وروستيو كښ?? په ??فغ??نستان كښ?? د تشدد كارروائې او د دې په نتيجه كښ?? په ځاني او مالي زيان كښ?? اضافه شوې۔ په ??فغ??نستان كښ?? د اوږدې مودې نه د روان جنګ له امله پاكستان د نورو هېوادونو په مقابله كښ?? زيات آغېزمن شوے۔ پاكستان د لكونو په شمېر ??فغ??ن كډوالو ته پناه وركړې او د څو لسيزو څخه د دوي كوربتوب كوي۔ په دې وخت كښ?? هم په پاكستان كښ?? د 20 لكو نه زيات ??فغ??ن كډوال موجود دي۔ هغې ووئيل چې د ??فغ??نستان پاكستان اېكشن پلان مقصد د دواړو هېوادونو ترمېنځه د امنيت په څانګه كښ?? مرسته زياتول دي٬ د دې له مخې په ??فغ??نستان كښ?? د انفراسټركچر پروژو لپاره مالي مرسته كولې شي۔ دې سره سره پاكستان د ساؤتھـ ساؤتھـ كوآپرېشن ودې لپاره هم پوخ عزم لري۔ هغې ووئيل چې په ??فغ??نستان كښ?? امن راوستل مشكل ضرور دي خو دا ناممكن نه دي۔ هغې ووئيل چې په ??فغ??نستان كښ?? امن د ??فغ??ن اولس د ستونزو خاتمې او په ټوله منطقه كښ?? امن او استحكام لپاره غوره موقع وركوي۔
په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي په عمومي اسمبلۍ كښې د افغانستان په صورتحال د بحث په مهال څرګندونې
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha