لاهور۔1مارچ (اے پی پی)وزیر اعظم عمران خان اورسیز پاکستانیانو ته د هېواد په صنعتونو كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركولو او تر 5 كلونو دوئي ته ټېكسونو څخه د استثنی وركولو اعلان كولو سره وئيلي دي د مرستې او قرض غوښتونكو په نړۍ كښې هېڅ عزت نه وي ٬ كله چې كوم هېواد بل ته لاس نيسي نو بيا هغه له خارجه پالېسي بدلول وي ٬ د خپلو ګټو په ضد د نورو په جنګونو كښې ګډون كول وي٬ زمونږ په هېواد كښې د سمال او مېډيم انډسټريز په پرمختګ كښې بلها خنډان دي ولې مونږ دا ختمولو سره مراعات او آسانۍ وركوؤ ٬ انډسټريز لپاره چې كوم مراعات او آسانۍ اعلان كولې شي دا بايد وړاندې اعلان شوې وې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ګورنر هاؤس لاهور كښې د انډسټریل پېکج په اړه دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ اعلی وزير پنجاب سردار عثمان بزدار ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ وفاقي وزير خسرو بختيار او د وفاقي او صوبائي كابينې غړو په شمول د بزنس كميونټۍ مهم شخصيات موجود وو۔ هغه ووئيل كوم هم هېواد سبزيانې او غنم خرڅولو سره ترقي كولې نه شي٬ بلكې هېوادونه د صنعتونو په بنياد مخ په وړاندې ځي ٬ كله چې د انډسټري پېداوار سوا كېږي دې كښې جدت رامخې ته كېږي٬ دومره د هېواد دولت زياتېږي٬ د مېنو فېکچررز او انډسټریز نه غېر كوم هم هېواد عظيم جوړېدې نه شي۔ هغه ووئيل زمونږ هېواد د نن نه 50 ٬ 55 كاله وړاندې ډېر تندۍ سره پرمختګ كولو ولې د بده مرغه د 70 په لسيزه كښی نېشنلائزیشن زمونږ د ګروتھ لاره ونيوله او د هېواد رخ يۍ بدل كړو۔ هغه ووئيل هېواد هله مخ په وړاندې ځي كله چې په هېواد كښې دولت پېدا كېږي ٬ تر كومې چې كوم هېواد دولت پېدا كړې نه وي هغه څنګه مخكښې تلې شي۔ هغه ووئيل پاكستان هغه هېواد وو كوم له چې بلخوا تلل وو ولې مونږ په بل اړخ روان شؤ٬ مونږ بايد انډسټري ته ترقي وركړې وه كومه چې په برآمداتو اډانه لري۔ مونږ چې كومه اېمنسټي وركړې دا بايد مونږ اوپن نه وې وركړې بلكې دا بايد نېغ په نېغه انډسټري ته وركړې شوې وې۔ هغه ووئيل مونږ زياتې مسئلې لرؤ چې كله زمونږ انډسټري او معيشت زياتېږي نو كرڼت خساره سوا كېږي او ډالر كمېږي ولې چې دلته برآمداتو ته زيات پام نه دې ګرځولې شوې۔ هغه ووئيل په كال 2000 كښې مې د چین ، روانډا ، بنګله دېش ، هند ،وېت نام او پاکستان ګراف وكتلو ٬ نن 20 كاله پس روانډا تر ټولو وړاندې روان دې٬ وېت نام پورته روان دې دغسې چين ٬ هند او بنګله دېش هم ترقي كوي ولې تر ټولو لاندې پاكستان دې ٬ زمونږ برآمدات زيات نه شول۔ مشرف دور كښې چې كوم برآمدات زيات شوي وو ھغه هم كم شوي٬ تر څو چې برآمدات نه وي زيات شوې په هر دور كښې به د ډالر بحران راځي۔ ده ووئيل كله چې به هم معيشت زياتېدو نو د ډالر كمې به راتلو او مونږ له به آئي اېم اېف ته رجوع كول وو ، د دې بنيادي سبب دا ٶ چې زمونږ د اوږدې مودې منصوبه بندي نه وه چې د دې بحران نه به څنګه بهر شؤ۔ عمران خان ووئيل زمونږ د پاليسو دوه اړخونه دي٬ چرته چې په پلاټس كښې پېسه لګېدلې ده مونږ ھغه سرمايه كاري زياتولو پلو راوانه كړې،د سمال اېنډ ميډيم انډسټرۍ ودې لپاره مو كار كړې دې ، په سمال اينډ ميډيم انډسټري هم دومره بوج اچولې شوې چې ھغې هډو ترقي قدرې ونه كړې شوه حالانكه دا زمونږ بنياد جوړېدل پكار ٶ٬ د دې د لارې مونږ د ستونزو نه راوتې شو خو د دې د پرمختګ لاره كښې خنډان رامخې ته كړې شوي، دې صنعتونو لپاره آسانۍ پېدا كوٶ۔ وزير اعظم عمران خان ووئيل مونږ سك صنعتونو ته هم مراعات وركوٶ، دې كښې به سرمايه كاري كوٶ دغسې چې زمونږ د صنعت ګروتھ زيات شي، مونږ اوورسيز پاکستانيان دې پلو راغب كوٶ ځكه چې زه دغه كسان ښه پېژنم٬ ما هلته كتلي چې كوچنې كاروباري تن څنګه لوے بزنس مېن جوړ شوې دې خو دوي ولې پاكستان كښې سرمايه كاري نه كوي حالانكه دوي زمونږ لويه اثاثه دي د دې سبب دا دې چې مونږ دوي لپاره خنډان راولاړ كړې دي، کنټرېکټ انفورسمنټ دے، ھغوي كه سرمايه كاري كوي نو دومره مسئلې وي چې ھغوي بلها ستونزو سره مخ كېږي، په عدالتونو كښې راښكلې كېږي٬ په پلاټس كښې سرمايه كاري كوي خو هلته هم قبضه ګر دي٬ مونږ په حكومت كښې راتلو سره د قبضه ګرو په ضد اېكشن اخستې٬ مونږ دوي لپاره جلا عدالتونه جوړ كړي او دوي لپاره مسلسل آسانۍ پېدا كوٶ٬ مونږ دوي ته بلنه وركوٶ چې ھغوي پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي دوي ته به پنځو كالو لپاره په ټېكس كښې چهوټ وي۔ ده ووئيل مونږ خپل فري لانسرز او آئي ټي انډسټريز ته مراعات وركوٶ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې پاكستان دوېم لوے هېواد دې چرته چې د ځوانانو آبادي زياته ده، مونږ له اوس هم د آئي ټي پحقله ډېر كار كول دي۔ وزير اعظم ووئيل پاکستان له لوي څښتن هر ډول نعمت وركړې دې خو مونږ پخپلو پښو د اودرېدو هڅه نه ده كړې، بس دا به كېدل چې مرسته واخلۍ او په افغانستان كښې جهاد كښې وكړۍ، پېسۍ راكړۍ نو مونږ به جنګ كوٶ٬ مونږ په وړومبي ځل د روسيه په ضد د جهاد په نامه جنګ كړې ٬ يوولس كاله پس چې امريكا راغله نو دغه جهاد ترهګري جوړه شوې٬ مونږ له امريكې ته بدې ردې وئيل پكار نه دي٬ مونږ خپل ځان رسوا كړې، د دې په ځائ چې مونږ زيركې پرېكړې كړې وې مونږ خپل كسان ووژل٬ مونږ شارټ كټ پرېكړې كولې او په دغه لاره كله هم كاميابي نه موندې كېږي، ترقۍ لپاره محنت كول وي٬ غلطۍ لرې كولو لپاره د خپل ماضي نه زده كړه وكړۍ ۔ ده ووئيل مونږ صرف د ټېكسټائل د لارې ترقي نشو كولې٬ اوس به زمونږ پاليسۍ د اوږدې مودې وي٬ مونږ به چېمبرز او بزنس کيمونټي خبروٶ چې زمونږ رخ كم دے٬ مونږ له خپل صنعت ته ترقي وركول دي، هر ډول مراعات وركوٶ۔ سمال اېنډ مېډيم انډسټريز هر هېواد لپاره د ملا د تير حېثيت لري ځكه ددې په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره دې ته مراعات وركوٶ
د وزيراعظم عمران خان اورسيز پاكستانيانو ته د هېواد په صنعتونو كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه ٬ 5 كلونو لپاره ټېكس څخه د استثنی اعلان ٬ اېس اېم ايز ته بشپړه مراعات وركوؤ۔ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2