اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ د اسلام آباد نوې هوائي ميدان د ’’خبرو اترو پھ بنیاد‘‘د ضابطې خلاف کنټريكټ وركولو معامله نیب ته سپارلو سره په درېو مياشتو كښې د ذمه وارو په ګوته كو??و سپارښتنه كړي ده ، کمېټۍ د پی آئی اے پریمیرسروس په اړه د آډټ چارواكو ته د خاص آډټ كو??و سپارښنه هم وكړه دغسې د شهری هوابازۍ چئیرمېن اوسیکتر عرفان قادر الهی او د پی آئی اے چارواكو کمېټۍ ته وو??يل د پی آئی اے مارکیټينګ ته وده وركولو او آپرېشنل خرڅونو كمولو له د اقداماتو لړۍ روانه ده۔ د کمېټۍ غونډه د چئیرمېن سید خورشید احمد شاہ په مشرۍ كښې پھ پارلیمنټ هاؤس كښې و??وه چې پكښې د کمېټۍ غړو راجه محمد جاوید اخلاص، شیخ رشید احمد ، میاں عبدالمنان، صاحبزادہ محمد نذیر سلطان، شیخ روحیل اصغر، شفقت محمود، ډاکټر عارف علوی، رانا افضل حسېن، چوهدری نذیراحمد، سعید احمد خان، سردار محمد جعفر لغاری، سردارعاشق حسېن ګوپانګ ، عذرا فضل پیچوهو، سید غلام مصطفیٰ شاہ، سید کاظم علی شاہ، ډاکټر خالد مقبول صدیقی، سید نوید قمر، عبدالرشید ګوډیل، محمود خان اچکزئی، شاهدہ اختر علی، تنویر خان، شیری رحمٰن، اعظم خان سواتی او د سناتور هدایت اللہ نه علاوہ آډیټرجنرل جاوید جهانګیر، د شهری هوابازۍ چئیرمېن اوسیکتر عرفان قادرالهیٰ، د پاکستان انجنئیرنګ کونسل نمائنده، د پی آئی اے او شهری هوابازۍ نورو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې د شهری هوابازۍ محکمې (سی اے اے) مالی كال 17-2016 د آډټ پیراز او پی آئی اے د چارو تفصیلې جاج واخستې شو۔ آډټ پیرا نمبر 3.4.2 اے آر 17-2016 ترسره كو??و سره د پی اے سی چیئرمېن وو??يل د اسلام آباد نوي هوائي ميدان ياد شوې کنټریکټ پی سی ون 3.9 اربه روپۍ ؤ كو?? كښې چې ټینډرشوې ٬ دغسې و??ك آرډر 4.5 اربه روپۍ دے، په دې كښې د 650 ملیونه روپو فرق دے۔ د پي اے سي چیئرمېن وو??يل دا معامله هم مهمه ده چې ټینډر 2013ء كښې جاری کړې شوې دغسې کنټریکټ 2016ء كښې و??كړې شوې ، د ټینډر جارې كو??و او ټھیکې و??كولو عمل كښې درې كاله تاخیر ولې شوې۔ د پبلك پروکیورمنټ ریګولیټری اتھارټی (پیپرا) چارواكو وو??يل د دې ټینډر بنیاد غلط ؤ، ??ه 22 اپریل 2013 ټینډر وركړې شوې، مونږ له چې كو?? دستاویزات راكړې شوي په هغې كښې د ټینډر د نيټې او ځائې تعین نه ؤ شوې۔
د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر