اسلام آباد 30 مئی (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر (پاور ډویژن) سردار اوېس احمد خان لغاری وئيلي دي چې د توان څانګې لپاره نور اقدامات هم کوؤ ، د روشن پاکستان پروګرام ترمخه به د توان بحران ختمول ممکن شي ، لوډشی??نګ ختمولو لپاره ټول ممکنه اقدامات باوري كوو،د توان څانګې مسئلې حل كولو سره به اولس له آسانۍ وركړې شي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ وزیر مملکت علی پرویز ملك سره خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د صوبائی حکومتونو په مرسته د توان په څانګه كښې ??صل??حات ته اړټيا ده،د برېښنا غلا سره مخ سيمو كښ?? به كارروائي ??ولې شي او د غلو په ضد به سخته كاروائي ??ولې شي۔ اوېس لغاری ووئيل چې ما خپله سيمه كښې د برېښنا د غلو په ضد سخت اقدامات کړي او ډیره غازی خان كښې د برېښڼا غلا كښې ككړ كسان نيولې شوي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا حکومت باور راكړې چې د برېښنا غلا كښې كمي راوستلو كښ?? به مرسته كولې شي او په دې لړ كښې د هغوې سره يو پروپوزل جوړوؤ۔ د توان وزير ووئيل د صارفینو د اووربلنګ په اړه د ګيلو ازاله کېږي۔ده ووئيل ډسکوز هره ورځ د برېښنا طلب او رسد په اړه شميرې شیئر کوي چې ورسره به د لوډ شی??نګ په مسئلو قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ اوېس لغاری ووئيل د برېښنا موجوده طلب تر تېرې ورځې 25820 میګاواټه ؤ دغسې سسټم له 21588 میګاواټه برېښنا وركړې شوې، ده ووئيل ډسټری بیوشن سیکټر كښې زياتي خرابۍ دي ، د برېښنا کمپنیو كښ?? به د ګورننس په لړ كښې كومه سمجھوته نه شي كولې،راروانه اوونۍ كښ?? به د برېښنا کمپنیو نوې بورډز راشي۔وفاقی وزیر ووئيل هېواد كښې زيان سره مخ سيمو كښې لوډشی??نګ كېږي ، كه دغه سيمو كښې دا لوډشی??نګ ونه كړې شي نو سرکلر ډیټ به زيات شي۔وزیر مملکت علی پرویز ملك ووئيل د وزیراعظم په سپارښتنه اولس له ریلیف وركولو لپاره كار كوؤ۔ ده ووئيل كه لوډشی??نګ ختمول وي نو بايد د حكومت مرسته وكړې شي ، په کم لګښت جوړيدونكې برېښنا به اولس ته رسول ممكن كولې شي ځكه چې د مسلم لیګ (ن) قیادت اولس له د آسا??يو وركولو عزم لري۔ ده ووئيل د دې څانګې ښه والي له د ټولو ډسټری بیوشن کمپنیو مشرانو سره تفصیلی ملاقات شوے دے۔
د توان څانګې له نور اقدامات کوؤ ، د روشن پاکستان پروګرام ترمخه به د توان بحران ختم شي، د توان وزیر اويس احمد خان لغاری وزیر مملکت علی پرویز ملك سره خبري کنفرنس
ज़िमा ऑनलाइन प्रतिष्ठित सट्टेबाजी मंच
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز