اسلام آباد 01 ستمبر(اے پي پي)د خارجه دفتر وياند محمد نفیس زکریا وئيلې دي د پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد كاميابيو د امريكې پشمول ټوله نړۍ ستائنه كوي ۔راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت او امنيتي ځواكونو د كاميابې لائحې په سوب ترهه ګري كمه شوې۔ده ووئيل نړۍ كښې پاكستان د ترهه ګرۍ څخه د تر ټولو زيات ځپلې هېواد دے كوم چې د ترهه ګرۍ خاتمې له په زړه پورې هڅې كوي٬ د امنيتي ځواكونو د قربانيو په سوب ترهه ګري كمه شوې۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې پاكستان كښې كېدونكې ترهه ګرۍ كښې د هند پشمول كوم هېوادونه ككړ دي۔خارجه وياند ووئيل د كل بهوشن ياديو نيولو او د ھغه د بيانونو نه پس دا خبره باوري شوي چې بلوچستان ،کراچی او د هېواد په نورونو برخو كښې هند فنډنګ او تند خوښۍ كښې ككړ دے۔ده ووئيل د هند په دوره راغلي د امريكې خارجه وزير جان كېري هم د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان كاميابۍ خوشبينه ګرځولې۔ ده ووئېل دې څخه وړاندې د پاكستان په دوره راغلي جان مكين هم د ميران شاه دورې نه پس خپل آرټيكل كښې ليكلي ٶ چې د پاكستان وضعه د وړاندې غوندې نه ده او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد لوې كاميابۍ ترلاسه كړې دي ۔ده ووئيل نړۍ ته رامخې ته شوې چې كوم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد شور كوي او خپله ترهه ګرۍ ته هوا وركوي۔
د پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد د كاميابيو د امريكې پشمول ټوله نړۍ ستائنه كوي۔ نفیس زکریا
مضمون کا ماخذ : رومن دولت