شینزن 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاکستان جدید ټیکنالوجي څخه د هېواد د زرعي څانګې پیداوار او زرعي برآمدات زياتولو له چمتو دے،پاکستان چین سره انفارمېشن ټیکنالوجي ، مصنوعی زې??كت??ا، جدید زراعت او په نورو څانګو كښې د اشتراك ودې خوښې لري۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري ??وې پرېس ریلیز له مخې د چین کمیونسټ ګوند د شینزن مشر او د ولايت ګوانګ ډونګ نائب مشر مینګ ف??نلی وزیرِاعظم شهباز شریف سره شینزن كښې ملاقات کړے ۔ د ملاقات په مهال مینګ ف??ن لی د وزیرِاعظم شینزن ته په راتللو هركلے وكړو او هغه ئې د شینزن په اړه په تفصیلی توګه خبر كړو۔وزیراعظم ووئيل څو كاله پس شینزن ته په بيا راتللو خوشحاله شوے يم،د شینزن حکومت او د اولس په ميلمستياﺀ كولو مننه كوم۔ وزیرِاعظم ووئيل پاکستان او چین خپلو كښې قوي ملګرتيا لري،د ??اکستان قیادت او اولس په هر سخت وخت كښې د چين د مرستې كولو د چين قیادت او اولس مننه كوي ۔ وزیرِاعظم ووئيل پاکستان د چین ون-چائنه پالیسی بشپړه مرسته کوي،شینزن د لاهور سسټر ښار او ګوانګ ډونګ د پنجاب سسټر ولايت دے،پاکستان د چین د پرمختګ څخه زيات متاثره دے او د چين د پرمختګ څخه زدكړه غواړي۔وزیرِاعظم ووئيل زمونږ حكومت د سی پیك دويم پړاؤ كښې د پاکستان او چین کمپنیو اشتراك او سرمایه كارۍ سره د هېواد برآمدات زياتولو له چمتو دے، د خپلې دورې پېل د شینزن څخه د كولو مقصد د شینزن پرمختګ او په خاص توګه انفارمېشن ټیکنالوجي څانګې پرمختګ څخه زدكړه كول دي۔وزیرِاعظم ووئيل د پاکستان حکومت جدید ټیکنالوجی څخه د هېواد زرعي څانګې پیداوار او زرعي برآمدات زياتولو له چمتو دے،پاکستان چین سره انفارمېشن ټیکنالوجي ، مصنوعي ذهانت، جدید زراعت او په نورو څانګو كښې د اشتراك ودې خوښې لري۔وزیرِاعظم ووئيل د پاکستان تر ټولو لوئي طاقت زمونږ ځوانان افرادی قوت دے كوم چې د هېواد د آبادۍ 60 فیصده دے ، هيله لرم چې شینزن كښې د پاکستانو زدكوونكو شميره به نوره هم زياته شي۔مینګ ف??نلی ووئيل چین او پاکستان يو بل سره په زړه پورې ملګرتيا لري ،شینزن حکومت اود شینزن وګړو لپاره ستاسو كوربتوب د اعزاز خبره ده۔مینګ ف??نلی ووئيل هيله لرم چې د چینائي اعلیٰ قیادت او په خاص توګه د چین صدر شی جن پنګ او چین وزیرِاعظم لی کیانګ سره ملاقاتونه به ګټه ور وي او د دواړو هېوادونو اړيكي او شراکت داری به لا قوي شي، هغه ووئېل شینزن كښې ګڼ شمير پاكستانيان زدكړي ترلاسه كوي،پاکستان او شینزن ترمينځه د تجارت ودې پراخه موقع شته۔ملاقات نه پس مینګ ف??نلی وزیرِ اعظم او د پاکستاني پلاوي په درناوي كښې د ماسخښتن ميلمستياﺀ هم وركړه ۔ملاقات كښې نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ، د دقاع وزير خواجه آصف ، وفاقي وزیر احسن اقبال، وفاقي وزیر محمد اورنګزیب ، وفاقی وزیر مصدق ملك، د اطلاعات او خپرونو وزير عطاء اللہ تارړ، وفاقی وزیرِ رانا تنویر حسین، د تجارت وزیرِ جام کمال خان، د نجکارۍ وزير عبدالعلیم خان او وزیرِ مملکت شزہ فاطمه خواجه هم موجود وو۔
پاکستان چین سره د انفارمېشن ټیکنالوجي ، مصنوعی زېركتيا، جدید زراعت او نورو څانګو كښې اشتراك ته د ودې وركولو خوښې لري۔ د وزیراعظم شهباز شریف د چین کمیونسټ پارټي د شینزن مشر سره ملاقات كښې خبرې
Tomb of Treasures Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک