کوئټه 27 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي کوئټه ته رسېدلے۔ په کوئټه كښې منسټر سيکرټريټ ته په رسېدو د بلوچستان وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي د وفاقي وزير هركلے وكړو۔ محسن نقوي په بلوچستان كښې د ا??ن او امان صورتحال پحقله وزيراعلٰې سره د غونډې مشري كوي۔ غونډه په وزيراعلي هاٶس كښې پېل شوې چې پكښې د صوبې د ا??ن و امان د صورتحال جاج اخستلې كېږي۔ په غونډه كښې د بلوچستان پ?? بېلا بېلو سيمو كښې د ترهګرۍ د ا??سنو پېښو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د بلوچستان چيف سيکرټري، داخله ايډيشنل چيف سيکرټري، انسپکټر جنرل پوليس، آئي جي فرنټيئر کور نارتھ، آئي جي فرنټيئر کور ساٶتھ، ډي آئي جي سي ټي ډي، ډي آئي جي سپيشل برانچ، ډي جي لېويز او د قانون نافذ كوٶنكو ??دارو لوړ پورو ګډون وكړو ۔ د غونډې نه وروستو به وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي وفاقي وزير محسن نقوي سره ميډيا سره خبرې كوي۔
وفاقي وزير محسن نقوي کوئټه ته ورسېد
Database Online Reputation Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : کوئٹہ لاٹری