نیویارک۔27ستمبر(اے پی پی) وزیر اع??م شهباز شریف د پاکستان او نیپال ترمينځه د ګڼ اړخيزې مرستې په خاص توګه تجارتي ٬ اقتصادي او د سېلګرۍ په څانګو كښې د همكارۍ په لا مستحكمولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخ??ا د جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراع??م شهباز شريف د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 79مې غونډې په موقعه خپل نيپالي همڅنګ کے۔پی شرما اولی سره ملاقات كړے دے۔ په دې موقعه وزيراع??م شهباز شريف کے۔پی شرما اولی ته د وزارت عظمی منصب په سنبھالولو مباركي وركړه۔ ده د پاكستان او نيپال ترمينځه په ژورو اړيكو د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاكستاني اولس لخ??ا د نيپال حكومت او اولس له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه په ګڼ اړخيزه همكارۍ او په خاص توګه د تجارتي ٬ اقتصادي او سېلګرۍ په څانګو كښې د مرستې په لا مضبوطولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ وزیر اعظم د نيپال وزيراعظم ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه۔ دواړو لارښودو د دوه اړخيزې او سيمه اييزې مرستې لا زياتولو له د خپل عزم پخلې هم وكړو۔
د وزيراعظم شهباز شريف خپل نيپالي همڅنګ کے۔پی شرما اولی سره ملاقات ٬ د دواړو هيوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزې مرستې په لا مستحكمولو كښې د خوښې څرګندونه
साउथवेस्ट लॉटरी एंटरटेनमेंट विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo