اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د استاذانو د نړيوالې ورځې په موقع مونږ هغو خلقو ته د عقي??ت پېرزوئنې وړاندې کوؤ كومو چې د پاکستان د سباؤن جوړولو او علم ته د ودې وركولو ستر مشن ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده٬ استاذان زمونږ د سباؤن معماران دي ٬ د دوئي له هڅو پرته مونږ خپلې هيلې ترسره ??ولې ??ه شؤ كومې چې مونږ د يو قام په حېث خپل ځان لپاره ??تعين كړې دي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراظم د استاذانو نړيوالې ورځ (5 اكتوبر) په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل نن د خپل قام د معمارانو په توګه د استاذانو د قدر وړ كردار تسليمولو لپاره د استاذانو نړيواله ورځ لمانځلو كښې نړيوالې ورورولۍ سره ??و برابر شريك يؤ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې د استاذانو د نړيوالې ورځې په موقع مونږ نن هغو خلقو ته د عقي??ت پېرزوئنې وړاندې کوؤ كومو چې د پاکستان د سباؤن جوړولو او علم ته د ودې وركولو ستر مشن ذمه واري په خپله غاړه اخستې ده۔ وزيراعظم ووئيل حقيقت دا دے چې د كوم هم هېواد پرمختګ په بنيادي توګه د دغه هېواد د وګړو تعليم سره تړلې وي او دا د استاذانو زياته خواري وي كوم چې په ځوان كول كښې د پرمختګ او سوكالۍ جذبه او شوق پېدا كوي۔ وزیراعظم ووئيل زه د ګرد هېواد د ټولو استاذانو د زړه له كومي مننه كوم كوم چې كوټلي عزم سره د ځوانانو ذهنونه جوړوي۔ دوئي زمونږ د سباؤن معماران دي او په علم اډانه معيشت جوړولو له د دوئي خواري ضروري ده۔ د دوئي له هڅو پرته مونږ خپلې هيلې ترسره ??ولې ??ه شؤ كومې چې مونږ د يو قام په حېث خپل ځان لپاره ??تعين كړې دي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت استاذانو سره د كړې لوظونو پاللو عزم لري۔ ده ووئيل زمونږ مقصد په اعلی كاركردګۍ اډانه لرونكے تعليمي نظام وض??ه كول دي كوم چې زمونږ زده كوؤنكي او استاذان دواړه په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې د ترقۍ پړاؤنو ترسره ??ولو جوګه كړې شي۔ وزیراعظم ووئيل راځۍ چې نن او هره راتلونكې ورځ د خپلو استاذانو د اثر لرونكې او فعاله كردار په توګه ولمانځؤ او د پاكستان د سباؤن د لارښودو د تعليم او تربيې او ډاډګيرنې مشن ترسره ??ولو كښې د دوئي د مرستې كولو عزم تكرار كړؤ
استاذان زمونږ د سباؤن معماران دي ٬ د دوئي له هڅو پرته مونږ خپلې هيلې ترسره كولې نه شؤ: د وزيراعظم شهباز شريف د استاذانو نړيوالې ورځې په موقعه پيغام
Fortune Rabbit Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس